د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري وويل چي ، تير ماښام دري تنه وسله وال ددي ولسوالۍ د امام صاحب جامع جومات ته ننوتلي او مولوي عمار الدين يي د لمانځه تر اداکولو وروسته وژلى دى.
هغه ادعا وکړه، چي دغه وسله وال، طالبان و، چي تر پيښي وروسته تللي دي.د ولسوالۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزي مدير سمونيار محمد امان وايي، چي ښايي د نوموړي د وژني انګيزه د دولت پلويتوب وي.
د سيمي يوه قومي مشر صوفي محمد نسيم ويلي، چي وسلوالو مولوي عمارالدين د مسجد په حجره کي ووژى او وروسته يي له سيمي تيښته وکړه.
طالبانو په دي اړه څه نه دي ويلي.
د يادوني ده ، چي تير کال بل ديني عالم مولوی بسم الله حقیار د فارياب په مرکز ميمنه ښار کي د وسله والو په ډزو کي ووژل سو، چي وروسته پنځه کسان د پيښي په تور ونيول شول .
وسله والو طالبانو د دغه ديني عالم وژنه منلي او ويلي و، چي نوموړى د جنرال دوستم د ملي غورځنګ فعال غړي و ،چي دولت ته يي تبليغ کاوه.