کور / تازه خبرونه / القاعدې خپل مرکزونه يمن، افريقا او نور هيوادو ته اوږده کړي

القاعدې خپل مرکزونه يمن، افريقا او نور هيوادو ته اوږده کړي

د جرمني د جنايي پولیسو د اداري مشر وايي چي ؛ القاعده او نورو تروریستي ډلو د خپل فعالیت مرکزونه له افغانستان او پاکستان څخه د سوریي، یمن او د افریقا د شمال په څير نورو ځایونو ته ليږلي دي .
(یورک زیرکه) چي د روسیي په کازان ښار کي یوي نړیوالي امنیتي غونډي ته وینا کوله؛ وویل، باید پاملرنه وسي چي د القاعده شبکي او د هغي د همکارو ډلو فعالیتونه دريدلي نه دي بلکي مرکزونه یي بل ځای ته انتقال سوي دي.
د جرمني د جنایي پولیسو د اداري مشر وايي چي ؛ له نورو هيوادونو څخه جنګیالي اوس د دي سازمانونو نوی مرکزونو ته د وسله والو فعالیتونو لپاره ورځي
زیرکه زیاته کړه، د کازان په غونډه کي په دي اړه بحث وسو چي ؛ څنګه د تروریستي فعالیتونو مخنیوي وسي او همداراز له هغو تروریستانو سره چي په یوازي ځان عمل کوي په څه ډول مقابله وسي