د چوري ولسوالۍ د سيمه ايزو پوليسو يو قومندان ووژل سو.
د روزګان ولايت د امنيي قومندانۍ وياند فريد عايل وايي چي تيره ورځ له سهاره بيا تر تير ماښام پوري ددي ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کي جګړه سوي ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخي چي په دي جګړه کي دري وسله وال وژل سوي، څلور ټپيان سوي او همدا راز په دي جګړه کي دري پوليس هم ژوبل سوي دي.
د عايل د څرګندونو له مخي چي په دي جګړه کي وسله وال طالبان له سيمي تللي دي او هم ګڼ شمير وسلي او مهمات افغان ځواکونو ته په لاس ځني ورغلي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.