کور / تازه خبرونه / هرات : برمته سوي ماين پاکان خوشي سول

هرات : برمته سوي ماين پاکان خوشي سول

دهرات چاروکي وايي، چي په دغه ولايت کې د طالبانو لخوا د ماين پاکى د موسيسي څلور تنه برمته سوي کارکوونکي راخوشي سول.
د ا درسکن ولسوال لعل محمد عمرزي پرون ویلي ،چي دغه کسان درې ورځي وړاندې ادرسکن ولسوالۍ مربوطاتو کي د طالبانو لخوا نيول سوي وو.
دده په وينا ، تښتول سوي کسان د ولسي خلکو په منځګړیتوب نن مازیګر د طالبانو له منګلو راخوشي سول .
عمرزي وویل، د دوې په ازادي کي هیڅ ډول د پيسو او یا هم بله معامله نده سوې .
جیلانی وویل، د طالبانو لخوا نيول سوي وو او له دوى سره يې هيڅ ډول بد چلند نه دى کړى.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .