کور / تازه خبرونه / دروسیه جمهوررئیس پوتین دخپلی میرمني څخه جلاشو

دروسیه جمهوررئیس پوتین دخپلی میرمني څخه جلاشو

مسکو: نړیوال معتبرخبرونه وایې،چي دروسیه جمهورئیس ولادیمیرپوتین دخپلي میر مني لودمیلاپوتین څخه د(۳۰) کلنوګډژوندوروسته په رسمي توګه جلاشو اودواړو دطلاق پاڼه لاسلیک کړله.دخبرسرچینه وایې ،چی لودمیلادڅو کلني راهیسي یواځي اوځانګړي ژوندلری اودپوتین سره یوځای نه لیدل کیږي.
لودمیلاوایی،چي له کومه وخته چي پوتین دروسیه ولس مشرشوله هغه وخته دکورني سره یې اړیکي لږشوی او زیاتره وخت په دولتي چاروکي بوخت وو. دپنجښنبه په ورځ پوتین اومیرمنه یې دروسیه ددلتي تلویزیون پرمخ راښکاره شول او دلنډوخبروپه ترڅ کي دواړوڅرګنده کړله ،چي دوی په رضا اوخپله خوښه سره جلا کیږي او په راتلونکي کي به یواځی ښه دوستان وي.
لودمیلا وویل،چي پوتین پخپلوکارونو کي ډیر بوخت دي او زه نشم کولای له هغه چاه سره نږدی اړیکي ټینګي کړم چي زه هغه نه وینم.دهغي په وینا موږدواړه دوي لوڼي لرو اوهغه دواړي اوس غټی شوي آوپه خپل قسمت پسي تللي دي.دپوتین میرمن دڅوکلنو راهيسي په مطبوعاتي کنفرانسوکي نه ښکاریده او دلیل یې هم داوو چي پوتین نوردخپل مرمنی سره علاقه نلری.
ځینو رسنیو دپوتین اومیرمني دجلا والي انګیزه دپوتین په ژوندکي دیوي بلي ځواني معشوقي دروسیه دسپورت دالمپیک دجمناستیکي لوبي یوه تکړه لوبغاړي الیونا کبائیوا بولي. ولي دروسیه دجمهوررئیس ویاندبیادغه ټولي آوازی ردکړی. الیوناکبائیوا دجمناستیک دالمپیک هغه ښائیسته لوبغاړي ده چي دمګړي دپوتین دواکمندګوند (یواځني روسیه) غړي اودروسیه دپارلمان (دوما) غړی هم ده.
دیادوني وړده،چي دپنځوکلنو راپه دی خواه دنړي دستروهیوادو دولس مشرانو میرمني دخپلو میړونوڅخه هم جلا شوی دي،چي ښکاره بیلګه یې دایټالیادپخواني صدراعظم بیرلس کونی طلاق دخپلی میرمن څخه اودفرانسي دپخواني دجمهوررئیس سرکوزی جلا والي دمیرمني څخه یادولای شو.


پوتین د الیونا سره


پوتین د الیونا کباییوا سره