کور / تازه خبرونه / وردګ : وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

وردګ : وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې شاوخوا لس بجې دوه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول،کله یې چې غوښتل د تخریبي اعمالو په موخه د سړک ترغاړې ماینونه ځای پرځای کړي،چې خپله پرې ماین وچاودیده .
په همدې حال کې تېره شپه په نرخ ولسوالۍ کې پنځه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د نرخ ولسوالۍ په پل اندړ سیمه کې درې وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول او دوه نورټپیان شول،کله یې چې غوښتل په یاده سیمه کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ترسره کړي،چې د برید له ترسره کولو وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا تر برید لاندې راغلل.
د یو بل خبر له مخې د دې ولایت د مرکز په میدان ښار کې د امنیتي ځواکونو د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې له یوه پټنځای څخه نهه حلقې لاسي بمونه،دوه د راکټ مرمۍ،بریښنایي لاینونه او یوشمیر نور مهمات او چاودیدونکي توکې ترلاسه کړي خو د دغه توکو په تور کوم څوک تراوسه ندی نیول شوی.
اخوا تېره ورخ د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د دشت توت د پولیسو له رونیز مرکز څخه نهه نوي پولیس له مسلکي زدکړو وروسته په دندو د ګمارلو په موخه کابل ته واستول شول.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.