دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې اتل ستوري لوبغاړي دکابل هوايي ډګر ته له را رسیدو سره سم د سلګونو پلویانو له ډیره تود هرکلي سره مخ شول، دوی یې ونازول ، ګیدۍ ګیډۍ ګلونه یې پری وشیندل او د ښار په منځ کې یې بدرګه کړل. ټول لوبغاړي په تیره بیا هستي ګل عابد سخت ونازول شو، هستي ګل چې دجرسي په وړاندې پوره میړانه وښوده له تود هرکلي سره مخ شو.
هستي ګل لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دی ډیر خوښ دی چې هیواد یې اتل شو هغه وویل کله چې د جرسي په وړاندې ډګر ته ننوت هغه وخت وو چې لوبډله یې نوره کمزوری شوی وه، خو دی وايي هڅه یې وکړه ډیره څه وکړي. تر یو څه ځنډ وروسته دافغانستان ولسمشر حامد کرزي دکرکټ دملي لوبډلې بریا ستایلې او ټول ملت ته یې مبارکي ورکړې، ولسمشر کرزي په خپل پيغام کې ویلي چې دی د کرکټ له اتلانو زیات خوښ دی.
په غازي لوبغالي کې ورته په رسمي ډول مراسم ترتیب شوي وو، پدی مراسمو کې دحکومت دچارواکو دګډون برسېره دولسي جرګې غړو او په کابل کې داسټرالیا سفیر هم برخه اخیستې وه. دولسمشر کرزي سلاکار او دکرکټ دفدراسیون مشر شهزاده مسعود وویل چې لوبډلې یې بې ساری بری خپل کړی، دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې روزونکی یا کوچ تاج ملک لر او بر ویبپاڼې ته وویل هیڅ باور یې نه راځي چې دومره ستر بریالیتوب یې ترلاسه کړی.
ټول عکسونه د لراوبر په البمونو کښي کتلائ سئ !
tol da amrica pa zor bandi ya katali di sok chi da 100 kalo na pa cricket ki Tajroba Lari ghaha khalk na kati la kho yi pa afghnistan ki da cricket Ground ham neshta ow beya da jahan namto criketrano na kati
pa pradi ghol bandi tez ma achawi
De mashrano la khaa de lobgharo stayal kha kaar dai
Kho khaghalai karzai dee zamoog atalan(lobghari) na stayee balki de lobee dagar dee war te jur kree.
De Cricket meenawal .Naeem Momand California USA
De mashrano la khaa de lobgharo stayal kha kaar dai
Kho khaghalai karzai dee zamoog atalan(lobghari) na stayee balki de lobee dagar dee war te jur kree.
De Cricket meenawal .Naeem Momand California USA
when my afghan cricketer soldger won the match i relly very happy and i saw happiness on there faces
za mai khapal the watan qahraman lobgharo ta salamuna peshkawom taso the watan the har afghan shamla wochata kara allah (J ) mo abad lara