کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني ٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

د ماين چاودني ٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

چارواکي وايي ، دپکتیکا د سر روضي په ولسوالۍ کي ماین چاودني دريیو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
دسر روضي ولسوال راز محمد مخلص وايي تيره ورځ ناوخته دهمدي ولسوالۍ د مارزکو په سیمه کي پرملي پولیسو هغه وخت ماین وچاوديد چي په دي سیمه کي یي پلي ګزمه کوله.
د سرچیني په خبره، په دي چاودنه کي یوپولیس ووژل شو او دوه نور ټپیان دي، چي روغتون ته یي ددرملني په موخه ليږدولي دي.
دسرروضي ولسوالۍ یوتن اوسيدونکی یارمحمد هم وایي، چي په دي چاودنه کي یو پولیس وژل شوی او دوه ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، پولیسوپه مارزکو کي پلي ګزمه کوله، چي په دکلي په یوه کوڅه کي پرښخ شوي ماین ور برابر شول.
وسله والو طالبانو ددي چاودني په اړه څه نه دي ویلي.