د ناټو عمومي منشي وایي: د دي سازمان غړي هيوادونه په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د دي سازمان پر نوي ماموریت کار کوي
د دي سازمان عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن نن په بروکسل کي د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کي په دي اړه وویل موږ له خپلو همکارانو سره یو ځای په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د تجهیز، روزني او ملاتړ پر یوه نوي ماموریت کار کوو.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو نن د دوهمي ورځي په مخه په بروکسل کي سره راغونډ سوي څو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبري وکړي