کور / تازه خبرونه / د ايران پر ضد لاريون وسو

د ايران پر ضد لاريون وسو

د مدني ټولني يو شمير فعالينو او افغان ځوانانو په کابل کي د ايران د مذهبي مشر امام خميني د نمانځني پر ضد لاريون وکړى
لاريون کوونکي چي د کابل ښار په لويديځه څنډه کي راټول سوي ((دا کابل دى، تهران نه دى)) د شعار په ورکولو سره په کابل کي د ايران د مذهبي مشر امام خميني د نمانځني غندنه و کړي،
دوى دغه راز د افغانستان په کورنيو چارو کي د ايران د لاسوهنو د مخنيوي غوښته هم کوي،
دا په داسي حال کي ده چي د ښار پر يو شمير سړکونو په وروستيو ورځو کي د خميني انځورونه لګول سوي او يوه ډله کسان غواړي چي د نومړي تلين ونمانځي،
مخکي تر دي هم په افغانستان کي د ايران پر ضد لاريونونه سوي دي او عام افغانان تل د ايران او پاکستان پر ضد راپورته سوي دي ،او دا دوه هغه هيوادونه دي کوم چي په افغانستان کي د جګړي د غځيدو هڅي کوي،
په هرات ولايت کي هم ددي ډول نمانځل غونډو پر ضد لاريون تر سره سوى وو، او هم په دي هيواد کي د ايران لاسوهني غندل سوي وي.