د ترکمنستان چارواکي وايي، سبا به د دي هیواد، افغانستان او تاجکستان تر منځ د ریل د کرښي د جوړولوکار رسماً پیل سي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چي د دري واړو هيوادونو ولسمشران به د دي هيواد په لیباپ سیمه کي په همدي اړه جوړيدونکو مراسمو کي برخه واخلي.
ترکمن مقامات وايي، د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ریل دا کرښه به څلور سوه کیلومټره اوږده وي.
د یادو هیوادونو ولسمشرانو په تیره مارچ میاشت کي د ریل د دي کرښي د جوړولو موافقه لاسلیک کړي وه .