کور / تازه خبرونه / د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ نوى غړی ووژل شو

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ نوى غړی ووژل شو

هنگو:دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ نوى ټاکل شوى غړى فريد خان دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې دناڅرگندو وسله والو لخوا په يو بريد کې وژل شوى اؤ په دغه بريد کې دهغه ډرايور اؤ ساتونکى ټپيان شوي دي.دمى په ١١ په عامو انتخاباتو کې فريد خان دپي کى– ٤٢څخه د16,129ؤ ووټونو په ترلاسه کولو دجمعيت علماء اسلام(ف) کانديد اؤ دوه ځله دصوبائي اسمبلۍ پاتى شوې غړي عتيق الرحمان ته ماتې ورکړې وه، عتيق الرحمان دفريد خان په مقابله کې 12,680 ووټونه ترلاسه کړي وؤ.فريد خان په عامو ټاکنو کې دخپلواک کانديد په توگه بريالى شوى وه ، خو وروستو يې په خيبرپښتونوا کې دواکمن گوند د پاکستان تحريک انصاف کې گډون غوره کړ.دپاکستان تحريک انصاف دخيبرپښتونخوا صوبې ستر سکتر اؤ دصوبائي اسمبلۍ غړي شوکت يوسفزي وئيلي دي فريد خان پي ټي ائي کې دشامليدو دپاره يواځې يو شرط ايښودى ؤ اؤ هغه دا چې حکومت به دهغه حلقې ته ترقي ورکوي.دهنگوپوليسورسنيو ته څرگنده کړې دمفتي حامدپه نوم يوتورن کس يې نيولى دى