په وردګو ولایت کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو والي سربېره د چاپیریال ساتنې د مرکزی ادارې مسؤلینو، دیني عالمانو،قومي او جهادي مشرانو،د دې ولایت د یو شمیر ادارو مسؤلینو،ځوانانو او ښځو برخه اخیستې وه .
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل : په اوسنیو حالاتو کې تر ټولو زیات چې زموږ چاپیریال یې را خراب کړی او باید په هر ډول چې کیږي مخنیوی وشي،هغه د بارتو لوګي دي،چې هم مو چاپیریال راخرابوي او هم یې لامله وینې تویږي .
هغه زیاته کړه د موټرونو زیاتوالی،د ونو کموالی،خپلو نږدې سیمو پاکې ته نه پاملرنه او یو شمیر نور د دې لامل شوي،چې هوا مو ککړ کړي او چاپیریال ته مو ستونزې راولاړي شي.
د وردګو د والي په وینا هر انسان د ښه،خوښ او هوسا ژوند د تېرولو لپاره روغتیا،پاک،شین او سمسور چاپیریال او طبعیت ته اړتيا لري،چې دغه چاپیریال برابرول یواځې د دولت دنده نده،بلکې ولسونه هم باید په دغه برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي او د ځنګلونو،شنو بوټو،څړځآیونو او داسې نورو په جوړونه کې،د بې کیفیته تېلو د استعمال په مخنیوي کې او نورو برخو کې چې چاپیریال ته زیان رسوي مخنیوی وکړي.
ده همدا راز د وردګو ولایت د دولتي او غیري دولتې ادارو مسؤلینو ته هم لارښوونه وکړه،چې د خپلو ادارو په ساتنه کې د بوټو په کېنولو او نورو لارو چارو سره خپل چاپیریال پاک وساتي .
د غونډې نورو کډونوالو هم د چاپیریال ساتنې په ارزښت خبرې وکړې او د میدان وردګو ولایت چاپیریال یې تر نورو ولایتونو ښه وباله خو غوښتنه یې وکړه چې د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې دې خلکو ته دچاپیریال ساتنې به اړه عامه پوهاوی ترسره شي.
د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ د لومړی ځل لپاره د ملګرو ملتونو له لورې په نولس سوه دوه نویم کال کې په رسمي توګه وپېژندل شوه،چې له هغې وروسته د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دغه ورځ د جوزا میاشتې په پنځلسمه چې د جون له پنځمې سره سمون خوري د يو ځانګړې نوم ترعنوان لاندې لمانځل کیږي چې سږ کال دغه ورخ په میدان وردګو ولایت کې د فکر وکړئ،وخورئ او اصراف مه کوئ ترعنوان لاندې ولمانځل شوه .