کابل:دافغانستان دکورنيوچارو وزارت ددوشنبې په ورځ دبهرنیو چارووزارت له لاري دملګروملتونوسازمان له امنيت شوراڅخه غوښتي،ترڅوډيرژردافغانستان په خاوره دپاکستان لخوادتوغندويي بريدونوتوغول وڅيړي.دکورنيو چارو وزارت وياندوایې، چي په کنړ ولايت کې دپاکستان دتوغنديزوبريدونوتوغول دنړي دټولوقوانينوتر پښو لاندې کول ګڼي.دکورنيوچارو وزارت وايي ،چې پاکستان يوازي په څلورويشت ساعتونوکي پنځه اويا توغندي د خاص کنړ او دانګام په ولسواليوباندي توغولي دي.
له افغانستانه دبهرنيوځواکونودوتلو په درشل کې،کله چي دافغانې پوځيانولخوادهیوادټولوعملياتودمشرۍ دترلاسه کول وخت رانږدي کيږي ،د ترهګروبريدونوزياتوالي داثابتوي چي تراوسه هم افغانستان د نړيوالې ټولنې همکارۍ ته اړتيا لري، دکورنيو چارو وزارت وايي،چي له يوې اوونۍ راهيسې پرکنړ ولايت د پاکستان توغندويي بريدونه زيات شوي دي.
له بلې خوا دغه وزارت له نړيوالې ټولنې او دملګروملتوله امنيت شورا څخه غواړي چې ژر ترژره دغه ستونزه اواره کړي.
دايساف وياند هم وايي چي دغه ستونزه بايد دخبرو له لارې حل شي.د آیساف ویاند وویل: «په دې وروستيو کې دريو واړو لوريو په پولوکې د لازياتې همغږۍ او دامنيت د ټينګښت لپاره يوه تګلاره لاسليک کړه ،دغه پروګرام د اعتماد د رامنځته کولو لپاره مهم دی ، اونوي ستونزې بايدسمدستي له سياسي لارو اوارې شي.»
له بلې خوا دکورنيو چارو وزارت وايي ،د پاکستاني طالبانوغورځنګ له افغان طالبانوسره په همکارۍ د ليږددبهير اود ولسمشرۍ ټاکنودګډوډولو لپاره هڅې پيل کړې دي.دکورنیو چارود وزارت ویاند، صدیق صدیقي وویل: «د پاکستان د طالبانو تحریک زرګونه کسانو له افغاني طالبانوسره په همغږۍ کې د راتلونکو ټاکنواود لیږد بهیر د ګډوډولوپخاطر خپلې هڅې پیل کړې دي.»
بل لوري ايساف ځواکونود چهارشنبې په ورځ د افغانستان له دفاع وزير سره دناتواو ايساف د غړوهيوادونو ددفاع دوزيرانودغونډې خبر ورکړ، په دې ناسته کې به دليږد دبهير او له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناتواو ايساف د ماموريت په اړه بحث اوخبرې وکړي.
په افغانستان کې د ناټو او آیساف ملکي ویاند، دامنیک مدلي وویل: «د ناتو او ايساف د غړو هيوادونود دفاع وزيران به د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د ناتوسازمان په مرکز بروکسل کې د افغانستان د دفاع له وزير او د ملګروملتو اواروپايي ټولنې له استازوسره کتنه اوخبرې وکړي.».
د کورنيو چارو وزارت دافغان ځواکونو د پرمختګونو په تيره بيا د تيرې اوونۍ د بريدونو په کنټرولولو کې د دغو پوځيانو د توانمندي ستاينه کوي اوپه ځلونو پاکستان له ترهګرو په ملاتړ تورن شوی دی خو دغه ځواکونه پر افغانستان د پاکستان د توغندويي بريدونو په وړاندې ناتوانه دي.
دیادولووړده چي چي له دووکلنو راهیسي په زرګونه توغندي دپاکستان له خواه دکنړ، ننګرهار او نورستان ولایتو باندي توغول شوي دي ،چي په سلګونه کورونه یې وران کړي،لسګونه خلک یې وژلي او په میلینونو مالي تاوانونه یې اړولي دي.په افغانستان کي میشت امریکایې ځواکوانه، ناټوځواکونه او دایساف ځواکونه تر اوسه نه دي بریالي شوی چي ددي ستونځي دحل لاري پیدا کړي اودواړه ګاونډي هیوادونه پکستان او افغانستان دشخړي داوارولولپاره دخبرو میزته راکښ کړي ترڅودي کشالي ته دتل لپاره دپای ټکي کښیږدي.ولي بدبختانه داکار په افغانستان کي بهرنیومیشتوځواکونو نه دی کړی.
کور / تازه خبرونه / افغانستان دملګروملتونونه غوښتي چي پرافغانستان دپاکستانې توغندویودبریدونوپه اړه غوروکړي