کور / تازه خبرونه / ناټو : په ننۍ چاودنه کي دوه بهرنيان ووژل سول

ناټو : په ننۍ چاودنه کي دوه بهرنيان ووژل سول

ناټو ځواکونو د يوې خبرپاڼي په رالېږلو سره ليکي چي نن ورځ ئې د افغانستان په ختيځ کي د يوه موټر سايکل په چاودنه کي دوه بهرني عسکر وژل سوي .
دغه خبرپاڼه نن ورځ د افغانستان پر وخت ٠٦:٠٠ بجې لراوبر ته رارسېدلې .
بريد چي مخکي ئې لراوبر راپور خپور کړى وو د پکتيا په څمکنيو اولسوالي کي هغه وخت د يوه ښوونځي مخ ته وسو چي بهرنيان هم د ښوونځي سره ولاړ ول.
د يادوني وړ ده چي په دې بريد کي د ښوونځي زده کوونکو ، اولسي وګړو ، افغان ځواکونو او بهرنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې
.