په ولسي جرګه كي د هرات د خلګو استازې شهناز همتي په يوه ترافيکي پيښه کي مړه سوه
دهرات دوالي وياند محی الدين نوري وايي، ميرمن همتي په ايران کي دترافيکي پيښي له امله مړه سوې ، دی وايي دا ديرام له مشهده څخه وتهران ته په لاره وه ، چي موټر يې دترافيکي حادثې سره مخ سو.
په پيښه کي دنوموړي خاوند او دکورنۍ نور دوه غړي ټپيان سوي هم دي چي اوس دمشهد په يوه روغتون کي تر درملني لاندي دي .
د ويلو وړ ده چي شهناز همتي دولسي جرګې په دواړو دورو کي دهرات دخلګو استازې وه.