د هرات د ولايتي شورا غړی غلام فاروق مجروح او د دغه ولايت د امنيت آمر عبدالحميد حميدي، له يوه بريده روغ ووتل.
يوه امنيتي سرچيني د نوم نه ښودولو په شرط لر او بر ته وويل ، چې د هرات په ولايتي شورا کي د دغه ولايت د خلکو استازی غلام فاروق مجروح او د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال عبدالحميد حميدي، تېر مازديګر ګلران ولسوالۍ ته د دغې ولسوالۍ له خلکو سره د کتنې لپاره تللي وو او له دغې ولسوالۍ څخه د راګرځېدلو پر مهال يې يو ماين کشف کړ ، خو کله يې چي د شنډولو هڅه کوله، د طالبانو تر وسله وال بريد لاندې راغلل.
د ده په وينا، په دغه وسله واله نښته کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه د دغه بريد په اړه وسله والو طالبانو کوم نظر نه دی څرګند کړی.