نن سهار د ايساف ځواكونو په راكټي بريد كي يو تن ماين پاك كوونكي وژل سوي دي .
وژل سوي كس چي د ايم سي سي اې موسيسي كاركوونكي وو د پنجوايي ولسوالي د زنګاوات په سيمه كي په يوه خيمه كي ناست او مخابره يي كنټرو لول د ايساف ځواكونو له لوري په هوايي بريد كي وژل سوي دي .
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چي وژل سوي كس محمد خان نوميدي او ايساف ځواكونو ته نوموړي ماين پاكوونكي مشكوك معلوم سوي او د هغوي په بريد كي وژل سوي دي .
ايساف ځواكونو ددې پيښي په اړه تر اوسه څه ندي ويلي .