کور / تازه خبرونه / ديني عالمان : د افغان کډوالو ستونزي دي هواري سي

ديني عالمان : د افغان کډوالو ستونزي دي هواري سي

په کابل کي یو شمير دیني عالمانو له حکومت څخه وغوښتل چي؛ په ایران کي د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو ته جدي اقدامات وکړي.
دوی نن په یوه غونډه کي له ایران سره پر پوله د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا د
یو شمير افغانانو وژنه او د دي هيواد له خوا د افغان کوچنيانو د ایستلو پيښي وغندلې.
څو ورځي مخکي داسي راپورونه ورکړل سول چي ایران شاوخوا زر افغان کوچنيان له خپل هيواده شړلي دي.
تر دي مخکي په یوه بلي پیښه کي ایراني ځواکونو هغه لس کسان وژلي او یوشمېر ئې نيولي ول چي ايران ته اوښتل .
د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دئ چي په ايران کي د افغان کډوالو سره داسي چلند کېږي بلکي په وار وار سره هلته شکنجه سوي، په محبسونه کي بې ګناه بنديان سوي، آن تر دې چي په دار ځړول سوي دي خو افغان حکومت هيڅ سر نه دئ ګرځولى.