کور / تازه خبرونه / نيمروز : د ماين چاودني يو امريکايي وواژه

نيمروز : د ماين چاودني يو امريکايي وواژه

د سهيلي نيمروز ولايت امنيتي مسولين وايي چي د دې ولايت د خاشرود اولسوالۍ په مرکز کي تېره ورځ ماپښين شاوخوا يوه نيمه بجه پر يوه امريکايي عسکر بمي چاودنه سوې.
چاودنه په سيمه کي پر امريکايي عسکر هغه وخت وسوه چي کله نوموړى پر يوه موټر سايکل سپور او ګزمه ئې کوله.
د خاشرود اولسوالۍ په مرکز کي د افغان فوځ سره دا مهال يو شمېر امريکايي سرتيري هم ميشت دي کوم چي مخکي نه ول.
د دې ولايت امنيتي چارواکي د پېښي پخلى کوي او وايي چي ماين د کرش او جغل جوړوني په يوه تخريب سوي کار ځاى کي ځاى پر ځاى سوى وو.
د پېښي په اړه تر اوسه چا څه نه دي ويلي.