د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ افغانستان او اذربایجان به په نږدي راتلونکي کي د همکاریو یو تړون لاسلیک کړي
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کي خبریالانو ته وویل چي: د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول په دي اذربایجان ته په خپل وروستي سفر کي د دي هیواد له چارواکو سره خبري کړي دي:
“دغه همکاری به په تحصیلي،علمي، امنیتي او نورو برخو کي وي چي؛ په دې اړه مفصلي خبري سوي دي، دواړه خواوو پریکړه کړي چي، په نزدي راتلونکي کي به د همکاریو تړون د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک سي.”
ښاغلي موسي زي وویل چي: دواړو خواوو همدارنګه د پانګوني په پراختیا او د سوداګریزو چارو په اړه هم خبري وکړي.