کور / تازه خبرونه / زابل : زلمي زابلي د ٤ ليسو سره د کتابو مرسته وکړه

زابل : زلمي زابلي د ٤ ليسو سره د کتابو مرسته وکړه

په زابل ولایت کې د څلورو لیسو له زده کوونکو سره د کتابونو مرسته سوې
د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز کې د څلورو لېسو له زده کوونکيو سره د شپږو زرو درسي کتابونو مرسته سوې ده.
په دغه ولايت کې د تعليمي کال له پيل راهيسي زده کوونکي کتابونه نه لري
د زابل د پوهنې ريیس رحیم الله لودین وایي، دا کتابونه د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمیسون ريیس زلمي زابلي له بازاره په بیه رانیولي او د دوی پر لېسو یې وېشلي دي
د زابل د پوهنې رييس دا هم وویل چې: د درسي کتابونو د کموالي د ستونزې تر څنګ د دوی اکثره ښوونځي ودانۍ هم نه لري او زده کوونکي يې تر شينه اسمان لاندې سبق وايي.