کور / تازه خبرونه / فارياب : د ليسې زده کوونکي مسمومي سوي دي

فارياب : د ليسې زده کوونکي مسمومي سوي دي

په فاریاب کي د روغتیا د چارو مسوولین وايي چي: د دي ولایت په مرکز کي د یوي لیسي ۸۰ زده کوونکي مسمومي سوي دي.
دا پیښه د جمشیدي د انجونو په لیسه کی سوي ده.
د میمني د ملکي روغتون رییس عبدالعلی حلیم په وینا: ۶۰ مسمومي سوي شاګرداني د میمني ملکي روغتون ته انتقال سوي او له دي جملي څخه ٥٠ بستر سويدي.
د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي هم په وار وار سره په دې ولايت کي دا ډول پېښي رامنځ ته سوي دي.