کور / تازه خبرونه / يو طالب قوماندان د ايران پر سرحد نيول سوى

يو طالب قوماندان د ايران پر سرحد نيول سوى

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي نن وويل، چي مشهور طالب قوماندان فقير محمد ايران ته د تلو پر مهال په نيمروز کي پر پوله نيول سوى دى.
هغه زياتوي، ياد طالب قوماندان له تيرو پنځو کلونو راهيسي د هرات، فراه او نيمروز په ناامنيو کي لاس درلودى.
د ده په خبره، نوموړي قوماندان د هرات په پښتون زرغون او ګذري ولسواليو کي وسله واله ډله لرله او په فراه کي د ناامنۍ په څو پيښو کي په لاس لرلو تورن دى.
احمدي زياتوي، له فقيرمحمد څخه يي پوښتني پيل کړي، څو معلومه کړي، چي نوموړى د کوم هدف لپاره په ناقانونه توګه ايران ته اوښتى.
ايران ته د فقيرمحمد د اوښتو خبر په داسي حال کي ورکول کيږي، چي له تيرو دوو ورځو راهيسي د طالبانو دوه استازي له ايراني چارواکو سره په ياد هيواد کي په خبرو بوخت دي.