هغه درې تنه افغانان چي په افغانستان کي يې له بريتانوي ځواکونو سره د ترجمانانو په توګه کار کاوه، په لندن کي د اقامې دعوه کړې ده
دوى اعتراض لري چي ، د بريتانيا حکومت ولې عيناً هغه امتيازونه نه ورکوي، چي عراقي ترجمانانو ته يې ورکړي دي
د دغو افغان ترجمانانو مدافع وکيل پرون وويل: چي موکلين يې او د هغوى کورنۍ په افغانستان کي په مرګ ګواښل سو دي
د بريتانيا حکومت ويلي، د ٥٠٠ هغو افغان ترجمانانو پر قضيو يې کار کړى چي ؛ په افغانستان کي يې له بريتانوي ځواکونو سره کار کاوه.
عراقي ترجمانان د مهاجرت له معمولي پروسې پرته له مالي مرستې او بريتانيا ته د ننوتلو له امتياز څخه برخمن سوي دي
د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون همدا اوونۍ وويل؛ هغو کسانو چي له بريتانوي ځواکونو سره په افغانستان کي کار کړى بايد په افغانستان کي پاته سي او د خپل هېواد بيارغونې له پروسې سره مرسته وکړي.