افغان حکومت وايي، په تېرو لسو کلونو کي د افغان حکومت د غوښتني پرخلاف پاکستان له تروريزم سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکړې ده.
د ولسمشر وياند فيضي وويل چي پاکستان له ځينو افراطي وسله والو ملاتړ کوي او بيا يې د تخريبي کارونو لپاره افغانستان ته لېږي.
نوموړى وايي چي په وروستيو ورځو کي د پاکستان پر وړاندې د عامو افغانانو ذهنيتونه حساس سوي دي
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پرون د افغانستان او پاکستان پر روابطو او ځينو نورو مسائلو خبري وکړې.
دا لومړى ځل نه دئ چي افغان حکومت پاکستان د وسله والو پر ملاتړ تورنوي بلکي په سلونو ځله ئې دا تورونه پر پاکستان لګولي او پاکستان ئې په سلونو ځله په جواب کي دا تورونه بې بنسټه بللي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه