د زابل دولتي چارواکي وايي، چي د دغه ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کي افغان او بهرنيو سرتېرو په ګډو عملياتو کي پنځه نيم سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او د شلو په شاو خوا کي ماينونه نيولي دي.
د شاه جوی ولسوال محمد صديق صديقي وايي؛ عمليات ګډو ځواکونو د دوی د ولسوالۍ په خاکي سيمه کي کړي دي.
دی وايي، په دغو عملياتو کي له وسله والو څخه سپکي او درنې وسلې هم نيولې سوي دي، خو نه د وسله والو او سرتېرو تر منځ نښته سوي او نه هم کوم وسله وال نيول سوی دئ.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.