په ميوند کي درې ماين ښخوونکي وژل سويدي
د ولايت مقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي دکندهار ولايت په ميوند ولسوالى کي تيره ورځ درې تنه ماين ښخوونکي وژل سوي او يو تن يې زخمي سوى دى.
دغه ماين ښخونکي پر داسي مهال چي د ميوند ولسوالي ختيځ خوا کي په ماين ښخولو بوخت ول د ګډو افغان امنيتي ځواکونو د ګزمې له خوا پر ې ډزي سوي چي درې تنه يې مړه او يو تن يې زخمي سوى دى.
په دغه عملياتو کي يوشمير وسلې او مهيمات هم ملي پوليس او ملي اردو ترلاسه کړي چي (١) پايه مخابره ، (٢) ميله کلاشنکوف او (٥) کړۍ ماينونه د افغان امنيتي ځواکونو له خوا کشف او خنثى سوي دي.