کور / تازه خبرونه / كندهار: افغان ځواكونو لسګونه ماينونه كشف كړه .

كندهار: افغان ځواكونو لسګونه ماينونه كشف كړه .

په پنجوايي کي (٥٢) ماينونه کشف او خنثي سويدي
د كندهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي تيره ورځ ، دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالى کي، ګډو افغان امنيتي ځواکونو (٥٢) کړۍ ماينونه کشف او خنثى کړي دي، ياد (٥٢) کړي ماينونه د چانيزو عملياتو په نتيجه کي د ملي پوليس او ملي اردو لاس ته ورغلي دي.
دغه ماينونه د ياد ولسوالى د بدوان په سيمه کي د افغان ګډو ځواکونو له خوا موندل سوي دي.
وسلوالو مخاليفنو غوښتل د دغه ماينونو په واسطه د سيمي امنيتي حالت ګډوډ کړي او امنيتي ځواکونو او عامو وکړو ته صدمه ورسوي خو افغان ملي پوليس او ملي اردو د ايساف ځواکونو پرته ، د دغه چاڼيزو عملياتو په واسطه توانېدلي چي په يواځي توګه د سيمي څخه ټول ماينونه کشف او شنډ کړي او د سيمي د امنيتي حالت د ګډوډېدو مخه ونيسي.
د يادوني وړه ده چي د تيري ورځي په دغه عملياتو کي امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان ندي رسېدلى او عمليات په موافقانه توګه پاي ته رسېدلي دي.