کابل:د بي بي سي دیوه څېړنیز رپوټ پر بنسټ، چي دافغانستان دهواې ځواکونو په هکله یي لیکلی دی ،وایې چي په افغانستان کي هغه ( ۱۶ )باله الوتکي چي دامریکا لخواه افغان پوځ ته ورکړل شویدي ، ټولي یې زړي اوله کاره لویدلي دي.افغان چارواکي وايي چي له امریکایانویې غوښتي، چې دغه الوتکې بیرته له افغانستانه وباسي، چې هوايي ډګر یې خالي شي.افغان دولت دغه الوتکې له دې امله نورې نه کاروي، چې له ځایه زړې دي او ددوی دکاروړنه دي.ځکه دغه الوتکي اوس دګټې اخیستني هم نه دي.
دغه له کاره لوېدلې الوتکې (سي ۲۷) نومېږي اوافغانستان ته ددغوالوتکو دمرستې پر پروژې شپږ سوه میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.
دیادولوړ ده چي ،دکابل په پوځي ډګرکې یومهال په پخواني شوروي اتحاد کې جوړو شویو لسګونو ډولو الوتکو الوتنې او ناستې کولې. اوس له تېروڅوکلونوراهیسې دغه ډګردلوېدیزو پوځي الوتکوکوربه دی.
په دوی کې دایټالیا ساخت سي ۲۷ الوتکې هم شاملې دي، چې یوازې له یوه کال الوتنووروسته له کاره ولوېدې او اوس بې کاره زړې اوسپنې ګڼل کېږي.
د افغانستان لپاره ددغوالوتکو په پېردلو کي شپږ سوه میلیونه ډالر لګښت راغلی، د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال وهاب وردګ وايي، چي امریکا دپېردلو پرمهال یې له افغان پوځ سره هېڅ مشوره نه وه کړې اودالینا په نامه له یوه ایټالوي شرکت سره تړون شوی وو، دغه شرکت د ۲۰ سي ۲۷ الوتکو له ډلې ۱۶ افغانستان ته رالېږدولې او ټاکل شوې وه، چې څلور نورې دروان کال تر نیمايي پورې راوړي،خوامریکايي پوځ ددغه تړون دفسخه کولواعلان وکړ.دافغانستان د هوايي ځواکونوقوماندان وايي، دغه الوتکي ډیری ګران بیه الوتکي دي ،چي په یوه ساعت الوتنه کي پنځه زره امریکايي ډالره لګښت راځي .اوسمهال د افغانستان پوځ د پرسونل د لېږد لپاره له کوچنیوالوتکو څخه کار اخیستل کیږي ،چې داتوکسانودلېږد وړتیا لري. دغه الوتکې چې (سي ۲۰۸) نومېږي، شمېر یې ۲۶ ته رسيږی.
دافغانستان دهوایې پوځ ځیني تجربه کاره کارپوهان وایې چي دافغانستان په خاوره کي دروسي الوتکوڅخه کا راخیستنه تراوسه پوري ښه نتیجه ور کړی ده. هغوی وایې چي ،روسي چورلکې په افغانستان کې دلېږد داسې وسیلې دي، چې افغان پوځیان ورسره له کلونوکلونوبلد دي.
دغو چورلکو له کلونو کلونو راهیسې په افغانستان کې جګړه او سوله تجربه کړې او ددوی له ډلې سلګونه چورلکې د شوروي ضداوکورنیو جګړو پرمهال له منځه تللې دي. د قدرت الله په نامه یو افغان پیلوټ وايي، د افغانستان هوايي ځواکونه له دغو چورلکوسره بلددي او ددغه هېوادپه جغرافیه کې تجربه شوې دي.
افغانستان په پام کې لري، چې خپل هوايي ځواکونه د ترانسپورتي الوتکو او د هغوی لپاره د پیلوټانو د روزلو له پلوه تر ۲۰۱۴ کاله۷۰ سلنه بشپړ کړي. تر دې وړاندې به پیلوټان امریکا ته استول کېدل چې ډېرلګښت پرې راته.بل لوري د افغانستان دهوايي ځواکونو قوماندان جنرال وهاب وردګ وایې چي ،په امریکا کې پر یوه پیلوټ یو میلیون اودوه سوه زره امریکايي ډالره لګښت راځي. دوردګ په وینا لمړي دشینډنډ هوايي ډګر کې لومړی د پیلوټۍ زده کوونکو ته انګلیسي ژبه ورښوول کېږي او بیا په مسلکي زده کړو پیل کوي. د شینډنډ هوايي تعلیمي مرکز مرستیال صالح محمد وايي، په تېرودووکلونوکې یې ترسلو ډېر کسان په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.
په اتیایمه لسیزه کې شورویانو دغې برخې ته ډېر پرمختګ ورکړ. د جنګي الوتکو شمېر یې کابو درې سوو ته ورساوه. په دې کې ۴۵ مېګ، ۲۱ ښکاري جنګي الوتکې هم شاملې وې. همداراز په دوی کې ۶۰ پرمختللې بم غورځوونکې جنګي الوتکې وې.پردې سربېره د ۱۵۰ په شاوخوا کې مي ۱۷ او مي پنځه ۳۵ چورلکې هم افغانستان ته ورکړل شوې وې. همدراز څلوېښت نورې ترانسپورتي پوځي الوتکې او د انتونوف یو شمېر ډولونه هم د افغان پوځ په واک کې وو. د افغان پیلوټانو بهرني روزونکي وايي، د دوی پر پرمختګ خوښ دي.
یو شمېر افغان پیلوټان چې په امریکا کې یې په دغه مسلک کې زده کړې کړي، پخپله هم الوتنې کوي او له نورو پیلوټانو سره هم مرستې کوي. له افغان پیلوټانو سره د الوتنې پر مهال یو تن امریکايي مشاور هم سفر کوي.
کارپوهان پر دې باور دي، چې له ۱۳۶۷ تر ۱۳۶۹ کاله افغانستان د سیمې په کچه ښه هوايي پوځ درلود. دا چې هغه مهال افغانستان څومره پوځي الوتکې درلودې، په دې اړه کره شمېرې نه لرو، خو د یوه ډنمارک مېشتي افغان کارپوه محمد بیروني د شمېرنو له مخې افغان هوايي پوځ هغه مهال تر پنځو سوو ډېرې الوتکې درلودې.
اوسمهال د افغانستان د جګړه ځپلي هوايي ځواک په پښو درولو په اړه خبرې روانې دي. څو ورځې د مخه افغان دولت د پنځو انتونوف الوتکو د پېرلو لپاره له خپلې داخلي بودیجې سل میلیونه ډالر ځانګړي کړل.
د راپورونو له مخې، افغانستان له هنده په تازه غوښتنو کې د هوايي ځواک د رغولو په برخه کې هم مرسته غوښتې، چې ګومان کېږي د ان ۳۲ په نامه د روسي الوتکو غوښتنه هم په کې شامله ده.
د جون میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د ناټو د وزیرانو په غونډه کې به له افغان هوايي ځواکونو سره د راتلونکو مرستو په اړه هم پرېکړه وشي.له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو لپاره د افغانستان یو مهم شرط دا دی، چې امریکا د دغه هېوادهوايي ځواکونه سمبال کړي.افغان چارواکي وايي، امریکا ورسره ژمنه کړې، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به څلور ترانسپورتي الوتکې ورکړي.