د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايې چې تېره ورځ ماپښين شاوخوا يوه بجه ددي ولايت د نوزاد ولسوالۍ په جازي نومي سيمه کي دري تنه ځانمرګي وژل سوي دي.
دده په وينا چې دغه بريد کوونکي وروسته له هغي ووژل سول کله چې دوه تنه يې په يوه مازدا او يو بل يې په سراچه موتر کې سپاره ول او بيا د پوليسو له لوري ورته د دريدو امر وسو.
هغه وايې چې لومړى کس چاودنه کړي او پرمهال يې يو تن ساتمن ژوبل کړى او خپله وژل سوى دى.
ځواک زياته کړه چې پاتي دوه نور لومړى مقاوت کوي او وروسته له لنډي نښتي څخه وژل سوي دي.
دى وايې چې دا پېښه دقيقا د جازي د عامه نظم د پوليسو د کنډک د څلورمي امنيتي پوستي سره سوي.
ځواك وايې چې ځانمرګي بريد کوونکو تر وژلو وروسته چوونکي توکي او وسلي هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.