کور / تازه خبرونه / کندهار: لوي استاد خالقداد خان په حق ورسيد

کندهار: لوي استاد خالقداد خان په حق ورسيد

په كندهار كي د معارف د ډګر پياوړي استاد ، استاد خالقداد خان د ورپيښي سوي ناروغۍ له كبله د ۸۴ كلونو په عمر په حق ورسيد .
مرحوم استاد ، د مرحوم حاجي لعل محمد خان زوى په ١٣٠٨ لمريز کال ياني ٨٤ کاله وړاندي د کندهار ښار په پينځمه ناحيه کي په يوه علم پروره او روشنفکره کورنۍ کي دې نړۍ ته سترگي روڼي کړې، مرحوم ، خپلي لومړنۍ زده کړي په ١٣١٥ لمريز کال د کندهار په شاليمار ښوونځى کي پيل کړې او د لوى استاد علامه پوهاند عبدالحي حبيبي د پر فيضه او مدبرانه تدريس څخه برخمن او ديو ستر شخصيت د شاګردۍ وياړ يې تر لاسه کړى. مرحوم استاد خالقداد خان د ژوندانه د سختو ناخوالو او شر ايطو سره سره وکولاى سواي چي په ١٣٢٧ لمريز کال کي د حاجي ميرويس خان د ليسې څخه فارغ او تر يوې ازمويني وروسته په کابل کي د روښان عالي دارالمعليمن کي د نيمه عالي تحصيلاتو د تر لاسه کولو په موخه شامل او د هغه ځايه څخه يې د فراغت سند تر لاسه کړى. مرحوم استاد خالقداد خان د فراغت سره جوخت د امريکا هيواد ته د لوړو زده کړو لپاره ونمول سو دا چي ښاغلى استاد ته د دې هيواد د بچيو روزل ترهر څه مهم و نو دايې بهتره وبلله چي هيواد کي پاته او د هيواد بچان وروزي . نوموړى د خپل ژوند پوره نيمايي برخه د هيواد د بچيو و روښانه او کاميابه ژوند ته وقف کړې وه او دايې منلى وو چي د يوې ښوونځى په خلاصولو سره د څو زندانونو دروازې تړل کيږي. مرحوم استاد د خپل علمي او ښوونيز ژوند په جريان کي د حسابه وتلى ځوانان د علم په گاڼه سنبال او ټولني ته يې عظيم او پوه کسان وروزل،د استاد خالقداد خان لويه هيله دا وه چي ښوونيز بهير وده او پرمختک وکړي او تر څنګ يې هيواد کي روغتيا بنسټونه هم پياوړي او د مور او ماشوم دمړيني مخه ونيول سي . مرحوم استاد د خپل ژوند په ورستيو کالونو کي کندهار کي د معارف د پرمختک او په دې ډگر کي د نوښتونو څخه خوراخوښ و. نوموړی تيره ورځ ( پنځ شنبه ) په کندهار کي د ور پيښي سوي ناروغۍ له امله په حق ورسيد .
روح دي ښاد او ياد دي تل وي .

کندهار ولایت مقام هم د استاد بر مړینه خواشني ښودلي ده ، ولايت مقام د استاد مړينه په عمومي توګه د افغانستان او په خاصه توګه د کندهار ولايت د پوهني په ډګر کي يوه ډېره لويه او نه جبرانېدونکې ضايعه بللي چي د ډېر وخت لپاره به محسوسه وي.
کندهار ولايت مقام استاد خالقداد خان ته د فردوس جنت، د هغه حاميانو، شاګردانو، دوستانو او اهل بيتو ته د الله له درباره د زړه صبر غواړي. ولايت مقام د ټول کندهاري ولس په استازيتوب، ځآن په دغه غم کي شريک ګڼي او د مرحوم کورنۍ ته خپل د تسليت مراتب وړاندي کوي.

نن ( جمعه) سلګونو كسانو د مرحوم استاد خالقداد خان جنازه خاورو ته وسپارل ، د استاد د جنازي په مراسيمو كي د استاد په زيات شمير شاګردانو ، دولتي چارواكو او په سلګونو د كندهار او ګاونډيو ولايتونو اوسيدونكو برخه اخيستي وه .