کابل:د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې په برېښنايي تذکروکې دې د مليت نوم نه ذکر کېږي، خو د تذکرې اخيستونکي تخلص او دين دې په کې وليکل شي.د عدليې وزارت د روان کال د وري په مياشت کې د نفوسو د احوال د ثبت قانون مسوده په ٧ فصلونو او ٣٩ مادو کې، په برېښنايي تذکرو کې د جعل د مخنيوي په موخه ولسي جرګې ته د تصويب لپاره وړاندې کړه.د ولسي جرګې په اتلس ګونو کمېسيونونو کې تر بحث وروسته دغه مسوده پرون د دې جرګې د کورني امنيت کمېسيون له لوري د تصويب په موخه عمومي غونډې ته وړاندې شوه.په ولسي جرګه کښې د کورنې آمنیت د کمېسيون مشر ميرداد خان نجرابي وويل، چې د بحثونو پرمهال د دې مسودې پر٧ مادو د نظر اختلاف شتون درلوده ،چې په دې اړه تر بحثونو وروسته د جرګې له حاضرو ١٢٥ غړو څخه ٧٦ تنو رايه ورکړه.نجرابي وويل، چې د جرګې د اتلس ګونو کمېسيونو له ډلې يو شمېر يې وړانديز کړى، چې په برېښنايي تذکره کې دې د تذکرې اخيستونکي دين او په ډيتابېس کې يې د پخوانۍ تذکرې شمېره ذکر شي.ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې په تذکره کې دې دين ذکر شي او په ډېتابېس کې د پخوانۍ تذکرې شمېره هم وليکل شي.د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې جرګه بايد هر څه ژر دغه مسوده تصويب کړي، ځکه چې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ له همدې امله ځنډول شوې ده.دا په داسې حال کې ده، چې د برېښنايي تذکرو د ورکړې لپاره د نوم ليکنې پروسه د وري په ٤مه په کابل کې پيل شوه خو د نامعلومو دلايلو له مخې وځنډول شوه. د وري په مياشت کې د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په راتلونکو درېيو کلونو کې به د هېواد ټولو وګړو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شي.