پېښور: د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ پرانستې غونډه وشوه چې په کې نويو غړو سوگند پورته کړ. د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ لپاره تحريک انصاف اسد قيصر سپيکر( وياند)او امتياز قريشي ډپټي سپيکر (وياندمرستيال)ونوماوه. سپيکر کرامت الله چغرمټى له نويو غړو سوگند واخيست. سوگند په دريو ژبو اردو، پښتو او انگريزۍ کې واخيستل شو. له سوگند څخه وروسته سپيکر کرامت الله نويو غړو ته مبارکي ورکړه. د صوبايي اسمبلۍ د ٩٩ څوکيو څخه له ٢٢ ښځو او ٣ لږکيو څخه هم سوگند اخيستل شوى دى. د سپيکر او ډپټي سپيکر ټاکنه به سبا ته کېږي. د مئ په ٣١ مه به د اعلى وزارت لپاره ټاکنې کېږي او په همدې ورځ به اعلى وزيرسوگند پورته کوي .