کور / تازه خبرونه / د فیصل آباد په زراعت پوهنتون کې کلنۍ غونډه وشوه

د فیصل آباد په زراعت پوهنتون کې کلنۍ غونډه وشوه

پېښور:د پاکستان د زراعت تر ټولو لوى پوهنتون چی نړۍ کې ۱۴۲ نمبر مقام لری افغان محصلینو د یوې غونډې په ترڅ کې خپلو یو شمیر ملګرو ته د فراغت مبارکي او نویو راغلو محصلینو ته ښه راغلاست ووایه په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس ډاکټر اقرار احمد، په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفارت کلتوري او مطبوعاتي مسئول زردشت شمس ،د افغانستان وولسی جرګی غړی او د سولی د عالی شوری ویاند مولوی شهزاده شاهد ، ،دافغانستان مختلفو وزارتونو غړو¸ د پوهنتون یو شمیر استاذانو او ګڼ شمیر محصلینو ګډون وکړ.په ګډون والو کی ۴۰ سلنه جینکۍ زده کونکي هم وي چی پکی په یو شمیر کې افغان زده کونکیو هم ګډون درلود چې د پنجاب ایالت په بیلا بیلو پوهنتونونو کې زده کړی ترسره کوي ښاغلي ډاکټر اقرار احمد د دواړو هیوادونو تر منځ د زراعت په برخه کې د اړیکو د پياوړتیا هیله څرګنده کړه او وویل چې دوۍ حاضر دي افغانستان سره د زراعت په مختلفو برخو کې مرسته وکړي. ښاغلي وکیل صیب شاهد محصلینو ته د غونډې په ترتیبولو مبارکي وویله او د پوهنتون د رهبرۍ څخه یی افغان محصلینو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو مننه وکړه. نوموړي وویل چې دوى تل د افغان محصلینو سره د خپلو محصلینو په څیر چلند کړې چې دا ګام د زیات قدر وړ دې. همداراز شاهد زیاته کړه چې یاد پوهنتون په لسګونو افغانان په ښه توګه روزلي چې اوس د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې فعاله ونډه لري،مولوی شا هد د پوهنتون ريیس او نورو د پوهنتون عالی رتبه چارواکو ته بلنه ورکړه چی افغانستان ته ورشی تر څو انکشاپی پروژو کی د افغانستان دولت سره مرسته ووکړی.ښاغلی مولوی شهزاده شاهد محصیلینو ته د تعلیم اهمیت په اړه خبری وکړی او ځوانانو ته یی روښانه کړه چی پرته د سواد څخه د هیواد ابادول او د نړي سره سیالی کول ناشونی دی، د افغانستان لوی سفارت کلتوري او مطبوعاتي مسئول زردشت شمس هم د سفیر محمد عمر داودزی رالیږل شوی پیغام ولوست او زیاته یی کړه چی فیصل اباد کرهنیز پوهنتون یواځینی پوهنتون دی چی دلته افغان محصیلینو ته هر قسم اسانتیاوی شته او دوی کولی شی چی په ښه توګه خپل درسونو ته دوام ورکړی د کرهنیز پوهنتون د افغان محصیلینو د ټولنی مشر ښاغلی عبید الله رحیمی هم د ټولو راغلو درندو میلمنو څخه مننه ووکړه چی غونډی ته راغلی وو او د پوهنتون د رهبرۍ څخه يي د دوامدارې همکارۍ مننه وکړه. یاده دوی چی دی غونډی ته د پیښور،اکوړه خټک ،اسلام اباد،لاهور او د ملا کنډ پوهنتونو د افغان محصیلینو د اتحا دیو مشران هم ورغلی وو همداراز د محصلینو لخوا کلتوري پروګرام هم برابر شوې وو چې د ملي اتڼ نه علاوه د خپل کلتور د پيژنې په اړه یو شمیر په زړه پورې مطالب وړاندې شول. د فیصل آباد په زراعت پوهنتون کې اوس مهال نږدې پنځوس افغان محصلین د زراعت په مختلفو برخو کې په درس بوخت دي. د یادونۍ وړ ده چې د افغانانو لپاره دغه سيټونه د پاکستان لخوا ورکړل شويو سکالرشپونو کې شامل ندي او دا د افغان زدکوونکو سره د دې پوهنتون اضافي مرسته ده او ددوى څخه د یو پاکستاني محصل په اندازه فیس اخیستل کیږي