کور / تازه خبرونه / قرغزستان : د سي ايس ټي او په غونډه کي د اورګاډي د پټلۍ وړانديز کېږي

قرغزستان : د سي ايس ټي او په غونډه کي د اورګاډي د پټلۍ وړانديز کېږي

د قرغزستان ولسمشر وايي، تاجک ولسمشر ورسره منلې ده، چي د ډله ییز امنیت د تړون د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کي د اورګاډي د یوې لویې پټلۍ د جوړولو وړاندیز وشي
الماس بیک حاتم بایف د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کي وویل؛ چي د تاجک ولسمشر امام علي رحمان سره یې په لیدنه کي په دې مساله توافق کړی دی.

“د (سي. اېس. ټي. او) یا د ډله ییز امنیت په تړون کي روسیه، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، بلاروس او ارمنستان شامل دي.

تر دې مخکي ددې تړون د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو یو توافق لاسلیک کړی و، څو د وسلو د هغو ډولونو لیست چي د همدې ډلې هیوادونو له خوا غوښتل سوي چمتو کړي او همدارنګه د ګډو پوځي تمرینونو یو پروګرام ترسره کړي.