کور / تازه خبرونه / هندوستان : ترافيکي پېښي ٦٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

هندوستان : ترافيکي پېښي ٦٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د هندوستان په پنځم لوى رياست اتراپردېش کي په ټرافيكي پيښه کي د ناوي په ګډون تر شپيته پوري كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د هندوستاني رسنيو په وينا چي وايي پيښه هغه وخت رامنځ ته سوه كله چي له ورا څخه ډك سرويس موټر ويالې ته ولوېدى او په كښې د ناوې په ګډون اووه ويشت تنه مړه او يو دېرش كسان ژوبل سول .
رسنۍ زياتوي چي : دغه سرويس موټر له فرخ اباد څه ډيلي ته روان وو چي د پلوا په سيمه کي له پيښې سره مخامخ سو.
رسنۍ د پوليسو له خولې خبر وركوي چي په دغه پيښه کي د ناوې په ګډون د يوې كورنۍ يوولس تنه مړه سوي دي او په وژل سوو او ټپيانو کي ډېره شميره يې د ښځو او ماشومانو ده.
سرچينه دروغتون د ډاكټرانو له خولې زياتوي چي : په ټپيانو کي هم د ځينو حالت مرګونى بلل كيږي، چي له دې امله د مړو سويو كسانو په شميره کي زياتوالى راتلى سي ..