کور / تازه خبرونه / وردګ : د جريمه سوو کوپراتيفو جريمې وبخښل سوې

وردګ : د جريمه سوو کوپراتيفو جريمې وبخښل سوې

د مالي وزارت د میدان وردګو په څلورشپیته کوپراتیفونو لګولې جریمې وبخښلې
.د ماليې وزیر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال دغه جرمانې د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي، د ولایتي شورا رئیس ښاغلي محمد رفیع وردګ،د دغه شورا مرستیال حاجي جانان، یوشمیر رئیسانو او د کوپراتیفونو مسؤلینو سره په یوه ځانګړې ناسته کې چې په دغه وزارت کې جوړه شوې وه، وکړې .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي وویل : په دغه ولایت کې د کوپراتیفونو مسؤلینو سره یې ناستې ترسره کړې،چې هغوی د مالیې وزارت له لورې پر دوی د جرمانې له لګولو څخه سرټکاوه،چې په وینا یې دوی دومره توانمندي نلري،چې له بزګرانو څخه راټولو شویو پیسو جرمانه هم ورکړي نو ځکه یې د دوی غوښتنه د مالي وزارت مقام سره شریکه کړه .
همد اراز یې غوښتنه وکړه،چې د دغه ولایت مقام لپاره دې د یوه ځآنګړې میملستون او په چاودنه کې د ولایت مقام ورانه شوې اقامت ګاه ته دې د جوړېدو په موخه بودیجه ورکړي او همدا راز یې په دغه ولایت کې د اوو جوړېدونکو ښارګوټو لپاره د سړک جوړونې غوښتنه وکړه .
د مالي وزیر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال د میدان وردګو والي او ولایتي شورا غړو د غوښتنو په اړه د میدان وردګو ولایت مستوفي ته لارښوونه وکړه،چې د یادو کوپراتیفونو مسؤلینو ته دې د جرمانې پاڼې له لېږلو څخه ډډه وکړې او له دې وروسته به له دوی څخه هیڅکله هم جرمانه ونه غوښتل شي.
همدا راز یې د میدان وردګو والي سره ژمنه وکړه،چې څه موده وړاندې په چاودنه کې زیانمن شوی دده د اوسیدو ځای لپاره به ډیر ژر بودیجه ورکړي او زیاته يې کړه چې د یادو ښارګوټو لپاره به د سړکونو جوړولو لپاره په راتلوونکې کال کې بودیجه ورکړي .
د مالي وزیر همدا راز د میدان وردګو ولایت یادو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ،چې له دغه ولایت سره به په قانوني بڼه هر ډول مرستې ترسره کړې، ترڅو د دغه ولایت د خلکو ستونزو ته ژر ځواب وویل شي.