په وردګو ولایت کې د پولیسو زونیز مرکز د دغه ولایت چارواکو ته وسپارل شو.
د وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د ترکیې هېواد لخوا په شپاړس جریبه ځمکه کې جوړ شوی د پولیسو زونیز مرکز د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ترکیې هېواد د استازو له لورې د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي ته وسپارل شو.
د افغان پولیسو د روزنې د دغه مرکز د سپارلو په مراسمو کې د دغه ولایت والي،امنیه قوماندان،مستوفي،د زراعت رئیس،د ملي اردو او ملي امنیت استازو،په دغه ولایت کې د ترکیې هېواد دولایتي بیارغاونې مسؤلینو او یوشمیر نورو برخه اخیستې وه .
د دې ولايت والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼی د ترکیې هېواد څخه مننه وکړه،چې په لومړیو کې د د افغان پولیسو د روزنې په موخه یو داسې مرکز جوړ کړ،چې تر دې دمه یې نږدې پنخلسه سوه سرتېرې د دوی په همکارۍ مسلکي زدکړې ترسره کړي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي او دا دی نن دغه رونیز مرکز په پشپړ ډول افغانستان ته سپاري.
نوموړي د دې مرکز د سپارلو پرمهال د افغان استادانو او د دغه مرکز نویو مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه،چې د پخوا په څېر له دغه مرکز څخه ساتنه وکړي،ترڅو په راتلوونکې کې هم په دغه مرکز کې د دې د پولیسو په لیکو کې د ګمارلو په موخه افغان ځوانان په مسلکي ډول به یاد رونیز مرکز کې وروزل شي.
په وردګو ولایت کې د ترکیې هېواد دولایتی بیارغونې ډلې مشر ښاغلي مظفر بروکسل وویل: د دغه په مشرۍ په دغه ولایت کې ترکیې هېواد نه یواځې د بولیسو دغه رونیز مرکز جوړ کړی،بلکې ډیر ژر به د دوی لخوا جوړ شوي څلرویشت ښوونځي هم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت چارواکو ته وسپاري .
د پولیسو د دغه رونیز مزکز چې په دوه زره شپږم میلادي کال کې د دغه ولایت په مرکز کې د جوړونې چارې پیل شوې،د یوه کال په موده کې د ټیکا شرکت لخوا په شپاړس جریبه ځمکه کې د درې سوه اویا زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت جوړ شو،چې درې د خوب،دوه تدریسي،یو خوړنځای او یو پخلنځي سربېره د لوبو،تمرین او نور اړوند ملحقات لري،چې په یو ځل د شاوخوا اویا پولیسو د روزنې ظرفیت لري او تردې مهاله په کې یو زرو درې سوه داوه اویا تنه پولیسو زدکړې ترسره کړي دي.
د یادونې وده ترکیې هېواد په میدان وردګو ولایت کې څلرویشت ښوونځي،پنځلس روغتونونه،دوې سړې خونې،د پنځه زره ټنه توکو زیرمتون،د شیدو د پروسس مرکز او یوشمیر نور کارونه ترسره کړي دي .