پېښور:دخېبرپښتونخوا له کیمپونود افغان کډوالو پخپلې خوښې خپل هیوادته ستنیدا پیل شوې ده .دیو این ایچ سی آر د اعلامیې په اساس ددغې ستنیدا په بهیر کې د خیبر پښتونخواه صوبې له صوابۍ کیمپه کابو پنځه اتیا کورنۍ چې ټول ټال ئې شپږسوه غړي جوړیږي ، افغانستان ته په څلویښتوټرکونو کې روان شوي دي ددغه کاروان سرپرستي د ملګروملتو دکډوالو دلوړې کمیشنرۍ مسئولان کوي او هر یوه ستنیدونکي کډوال ته دمنتقلیدا په بدل کې یو سل پنځوس ډالر ورکول کیږي