د طالبانو يوتن وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د يكشنبې په شپه يې د پكتيكا ولايت د امنې ولسوالي نيولې او بيا سوځولې ده.
وياند وايي چې دوى درې پوليس وژلي او څلور يې له ځانه سره ژوندي بيولي دي .
خو د پکتيکا والي دغه ادعا په کلکه ردکړه هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوى او د پوليسو يو رنجر موټر ويجاړ شوى، خو نور هېڅ زيان نه دى اوښتئ .