د کندهار ولايتي ادارې د معروف ولسوالۍ خلکو ته د هغې پېښي له خاطره چي تېره اوونۍ په ارغسان کي رامنځ ته سوه او پکښي د معروف اوسېدنکي په شهادت ورسېدل، د جمهور کرزي د تعزيت مراتب وړاندي کړل.
يوه لوړ رتبه دولتي پلاوي چي مشري يې د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال کول او پکښي امنيه قومندان او ډېر نور مسؤلين شامل ول، معروف ولسوالۍ ته سفر وکړى او هلته يې ځايي اوسېدونکو ته د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس، حامد کرزي د غم شريکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندي کړل.
د ولايت مقام مرستيال دمعروف په ولسوالي کي د خلکو يوې لويي کتلې ته په خبرو کي وويل چي هم د کندهار اداره او هم ولسمشر کرزى دا ډول برېدونه په کلکو ټکو کي غندي.
ښاغلي پتيال زياته کړه چي د افغانستان ټوله اداره او اولس په دغه درانه غم کي د معروف ولسوالۍ له خلکو سره شريک دي او پر ملکي خلکو باندي بريدونه پر انسانيت او ازادۍ باندي د بريدونو په معنى ګڼي.
نوموړي همداراز وويل چي خلک دي هم اګاه سي چي دښمنان يې څوک دي او څوک يې د چا په دستور د څه ډول هيلو او ارمانونو لپاره له کلونو کلونو راهيسي وژني.