کور / تازه خبرونه / ٢٥ ځوانو زده کوونکو ته فراغت ليکونه ورکړل سول

٢٥ ځوانو زده کوونکو ته فراغت ليکونه ورکړل سول

په وردګو ولایت کې پنځه ویشت ځوانانو ته د کمپوټرد درې میاشتنیو زدکړو وروسته فارغت لیکونه ورکړل شول .
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې چې د وردګو والي سربېره د دې
ولایت مرستیال،د ولایتي شورا رئیس،د یوشمیر ادارو رئیسانو او ځوانانو
برخه اخیستې وه، د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي فارغ شویو
ځوانانو ته د دوی د فراغت له امله د مبارکۍ ترڅنګ لارښوونه وکړه،چې د
کمپوټر په برخه کې دې په دغه زدکړه بسنه ونکړي اوپه دغه برخه کې دې نورې
زدکړې او معلومات هم ترلاسه کړئ،ترڅو د ګاوندیو او نړیوالو هېوادونو له
ځوانانو سره سیال ووسئ .
د ولایتي شورا رئیس ښاغلي محمد رفیع وردګ د وردګو د والي څخه د
مننې ترڅنګ چې ځوانانو ته يې د کمپوټر زدکړې پروګرام پیل کړی،ژمنه
وکړه،چې په دغه برخه کې به نوموړی هم له خپلو شخصي امکانانو څخه ځوانانو
ته په دغه ولایت کې سهولتونه برابر کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس اورنګ مختار وویل په دغه پروګرام کې نه یواځې
هغه ځوانانو برخه اخیستې وه،چې یواځې زده کوونکي دي،بلکې یوشمیر هغه
ځوانانو چې په یوشمیر ادارو او ځینې په نظامي برخه کې هم کار کوي زدکړې
ترسره کړي.
یادو پنځه ویشت تنو ځوانانو ته چې درې میاشتې د کمپوټر په برخه کې د
بېلابېلو لمړنیو پروګرامونو زدکړې ترسره کړې د میدان وردګو ولایت د
مسؤلینو له لورې ورته فراغت لیکونه ورکړل شول .
د یادونې وړده،چې څه موده وړاندې هم د کمپوټر زدکړې له یاد پروګرام څخه
نږدې دېرش تنه ځوانانو فراغت لیکونه ترلاسه کړل .