د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي يوې الوتکي ئې بېړنۍ ناسته کړې .
دغه خبرپاڼه تېره ورځ د افغانستان پر وخت څلور بجې او ٤٨ دقيقې ماځيګر رارسېدلې.
خبرپاڼه ليکي چي الوتکي C-130 په لوګر ولايت کي ناسته کړې.
د ناټو ځواکونو په حواله چي پېښه تر پلټني لاندي دي خو لومړني معلومات ښيي چي نه په سيمه کي وسله والو موجود ول او نه هم پکښي چا ته کوم زيان اوښتى.