کور / تازه خبرونه / وردګ : د يوه مسجد د جوړېدو کار پيل سو

وردګ : د يوه مسجد د جوړېدو کار پيل سو

د حضرت بلال په نوم یو محراب مسجد د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ
په شیخ اباد سیمه کې دارشاد حج او اوقافو وزارت د پرمختیایي بودیجې له
لورې د یو میلیون اته سوه او دوه نوی زره افغانیو په مالي لګښت جوړیږي .
د دغه مسجد د جوړولو چارې چې د نصرت ګلوبل ساختماني شرکت له
لورې پیل شوې د رغولو چارې به یې په راتلوونکو پنځو میاشتو کې بشپړې او
ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي .
د یو بل خبر له مخې نن( یکشبنه) د میدان وردګو ولایت د بهسودو په دویمه
حصه کې د اوبو د ذخیره کولو د بند جوړولو چارې پیل شوې .
د دغه بند د جوړولو چارې د بهسودو دویمې برخې په تاله دې سیمه کې د کرهڼې
او مالدارۍ وزارت د پرمختیایي بودیجې په یو میلیون څلور سوه اته اویا زره
څلور سوه پنځه نوي افغانيو په مالي لګښت په نږدې یو جریب ځمکه کې نن (
یکشبنه ) پیل او د حوړونې چارې به یې د وقار افغان ساختماني شرکت له لورې
د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وړاندې شي،چې په
جوړېدو به هره ورځ په یاده سیمه کې له یاد بند څخه پنځه جریبه ځمکه خړوبه
شي.
په همدې حال کې د یاد وزارت له لورې د جلریز ولسوالۍ په مرکز کې د یوه
حیواني کلینک د جوړولو چارې پیل شوې .
دغه حیواني کلینک د زراعت وزارت د پرمختیايي بودیجې له لورې د اوه سوه
درې دیرش زره پنځه سوه پنځه ویشت افغانيو په مالي لګښت د شهاب حمیدی شرکت
لخوا به د درې میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي .
همدا راز په یاد لګښت به د دغه وزارت له لورې د یوه بل حیواني کلینک د
جوړونې چارې ډیر ژر د نرخ ولسوالۍ په مرکز کې هم پیل شي .
د یادونې وړده د مګړۍ په میدان وردګو ولایت کې شپږویشت حیواني کلینکونه
فعالیت کوي