د لغمان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې غله نيولي.
چارواکي وايي چي دا کسان ئې د دې ولايت په قرغيو اولسوالي کي تر هغه وروسته ونيول چي کله ئې پر دوو صرافانو ټکان کړي ول او په هغوى کې ( کي ئې ) يو وژلى او يو بل ټپي کړى وو.
چارواکي وايي چي د پېښي تر راپېښېدو وروسته سمدستي د دې ولايت والي فضل الله مجددي اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه تر څو ياد کسان ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته ئې وسپاري.
د چارواکو په وينا چي غلو لومړى د صرافانو د موټر سره موټر جنګولى او بيا ئې پر هغوى ټکان کړي .