نن سهار د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کي ، د افغانستان ملي وحدت ولسي تحريک ګوند له خوا، پراخ لاريون وسو .
دغه لاريون د ايران او پاکستان د وروستيو کړنو او په اروزګان او کندوز ولايتونو کې له پښتنو سره د ناوړه چلند او د هغوی د وژلو په غبرګون سوی دی.
لاريونوال نن سهار د دغه ګوند له دفتر څخه روان او د ښار په بېلابېلو واټونو کې تر ګرځېدلو وروسته يې، پښتونستان واټ د ټرافيکو پر مخ وتاړه.
لاريون کوونکو د ايراني ځواکونو له خوا د افغانانو وژل، په ګوشته کې د پاکستاني ځواکونو رامخته کېدنه، په اروزګان کې د حسين فدايي په نوم کس له خوا د پښتنو وژل او دغه راز په کندوز کې د پښتو د ځمکو غصبول او له هغوی سره ناوړه چلند کول وغندل.
دوی د دولت او نړيوالې ټولنې څخه د دغو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه او ګواښ يي وکړ، چې که دغو ټکو ته پام ونه سي، خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه