اسلام اباد:په اسلام اباد کې دپاکستان دبهرنيو چارووزارت وياند اعزاز احمد چوهدري د اوونيزې خبري غونډې پرمهال وویل، پاکستان غواړي چې د افغانستان امنيت لړ کې د ټولو ډلو سره خپله مرسته او ښه چلند روان وساتي.نوموړي وویل په تیرو ورځو کې په پاک افغان پوله درامنځته ته شوي کړکېچ سره سره ، د پاکستان او افغانستان ترمنځه اړیکې ښې دي، او په دې لړ کې تیرو ورځو کې يو افغان پوځي پلاوي د پاکستان سفر هم کړی و چې په خبرو کې دده په وینا د ګوشتې ستونزه ختمه کړای شوېده