د زابل امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په دريو ولسواليو کي يې عمليات پيل کړي چي اوس هم روان دي .
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونی وايې چي ياد عمليات تيره ورځ سهار په شملزو ، دايچوپان او ارغنداو ولسواليو کي پيل سوه چي د پوليسو سره يو ځای د ملي امنيت او ملي اردو سرتيري هم د وسله والو طالبانو په لټه کي دي .
امنيه قوماندان وايې چي تر دې مهاله يې په شملزو ولسوالۍ کې يو شمير ماينونه هم کشف او له منځه وړي دي .
د امنيه قوماندان په وينا چي د عملياتو پر مهال دايچوپان او ارغنداب ولسواليو ته غځيدلي لاري هم د ماينونو پاکوی .
دا په داسي حال کي ده چې نن د کورنيو چارو وزارت په شملزو ولسوالۍ کي د سرحدي پوليسو له لوري د يوه ځانمرګي بريد ګر او يوه بل د نيول کېدو خبر هم ورکړ .
که څه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو ادعا کوي چې تيره ورځ يې د ميزاني او نوبهار ولسواليو په بيلابيلو بريدونو کي اووه د ملي اردو سرتيری او نهه تنه ملي پوليس وژلي دي .