یوه لویه پېښه رامنځته شوه د هستی او خلقت پنامه یوه پدیده وبرېښېده ‘ کهکشانونه خلق شوه هر کهکشان په ملیونونو سیاری په خپلی غیږی کی ځای کړی د شیری د لیاری پنوم یو کهکشان پیژنو چه د زرهاوو منظمو درلوونکی دی(چه د هری منظومی فاصله د بلی څخه ۲۸ ورځی د رکشې لار ده !) چه یوه ئی شمسی منظومه(سیستم) نومیږی’ ددې منظومې یوه سیاره ځمکه یا مځکه نومیږی. دا مځکه چه شاید د هستی هنداره وبلل شی پخپل ځان کی د ټول خلقت په عظمت اسرار نغښتلی دی. د مځکی پر مخ یو ژوندی موجود خلق شو چه انسان نومیږی چه البته ادعا کوی (البته د نن ورځی انسان) چه د مځکی اصلی خاوند همدی دی. ویل کیږی چه مځکه او انسان د مشترکو او صافو درلوونکی دی لکه حرارت’ رطوبت’ حرکت’ خوږوالی’ تریخوالی’ نرمی’ سختی’لوړوالی’ژوروالی’ ګرمی او یخنی…….داچه څنګه هستی او خلقت را مینځته شول پدې هکله ډیری مختلفی نظرئې او فرضئې موجودی دی چه البته داسی ښکاری چه آسانه او ارزانه او بی خطره لیاره همدا(کُنْ فَیکون) د باور تأیید وی.
داچه نن ځینی ټولنی او هیوادونه ځانونه د څو زره کلن تاریخ څښتنان بولی او په هغه ویاړی لږ د منطق او عقلانیت څخه لیری ښکاری ځکه هم د مځکی او هم د انسان د خلقت ریښه یوه ده( هم په آسمانی بیان او هم په ډاروینی بیان) نه هیڅ انسان د ژاولو او بالښت او غړه کی څخه پیدا شویدی او نه هم یوه ټوټه مځکه یا هیواد د مځکی دکُرې د موجودیت څخه وروسته یا مخکی د مځکی سره نښلول شویدی البته پدی هکله ویاړنه او افتخارمشکل نه پیدا کوی بلکه ددی ویاړنی تحمیل او پلورنه مشکل زېږوی. پهر حال هغه څه چه مځکه وبلل شوه د مختلفو اقلیمونو او موقعیتونو او خا صیتونو( څه د طبیعی او څه د اجتماعی لحاظه) څخه برخمنه ده.
ددې کُروی سیارې په یوه ګوښه کی یو کوچنی او یا هم لوی کلۍ پروت دی چه ځینی ئی آریانا بولی ځینی ئی خراسان بولی ځینی ئی کاغانک او ځینی ئی یو څه او ځینی ئی بل څه بولی(یا ئی باله) چه ځینی ئی د پنځه زره کلن ااو ځینی ئی هم لس زره سل و دوه دیرش کلن! تاریخ درلوونکی بولی چه شاید د سرای شهزاده د اسعارو د نرخ په څرنګوالی اړه ولری!.داکلی نورو غوندی د مختلفو سیاسی او اجتماعی او نظامی تعاملاتو په بستر کی مختلف اَشکال ځانته غوره کړیدی او تر ډیرو تاریخی پړاوونو وروسته په رسمی توګه د سیاسی جغرافئې پتوګه را منځته شو او نوم ئی افغانستان کېښودل شو ‘ ددی کلی مؤسس احمدشاه ابدالی نومیدی چه وروسته په احمد شاه بابا مشهورشو چه البته د باچا پتوګه ئی د ابدالی یا ووایو افغانی دولت خښته کېښوده. د کلی د سیاسی جغرافئې مساحت د آمو څخه تر سند ( کراچی) او د دهلی څخه تر نشاپور پوری وټاکل شو. داچه نوموړی شخص څنګه باچهی ته ورسید او داچه مخکی لدې د چا مادون او مامور ؤ او داچه ولی ئی پر هندوستان څو ځلی یرغل کړ ی او ډهلی ئی تر خپل تسلط لاندی راوستی دی او دا چه موږ همیشه د پردو یرغل غندلی او د هغه په وړاندی مو جانانه مقاومت کړیدی خو پر هندوستان باندی یړغل ویاړنه او افتخارد ځان حق بولو ‘ موږ ته پدی هکله زموږ ټولنیزو او علمی مشرانو روښانه توضیح نده راکړې. پهر حال باچا ساب پسله ۲۴ کاله باچهی وفات وکړ او پر ځای ئی زوی پر تخت کیناست. نوموړی خپل تخت د کلی د یوی سیمی څخه بلی سیمی ته چه کابل نومېده انتقال کړ’ نوموړی فقط ۲۴ زامن درلوده چه تر ده وروسته د قدرت پر سر پخپل منځ کی یو د بل سره د بغل تر ورېښتانو ونیول.
د کلی د لویدیځ په څلور زره کیلومتری کی یو بل کلی پروت ؤ چه(انګریز) نومیدی چه د اوسنۍ فرانسې په شمال لویدیځه څنډه پوری مښتې خاوره وه چه لس زره کاله مخکی د ځینو ژیولوژیکی تعاملاتو په نتیجه کی د وچی څخه جلا او په یوه بشپړ ټاپو او جزیره بدله شوه( البته زموږ همسایه دا کیسه راته وکړه که نه زه خپله نه وم ورته ولاړ). ددی کلی اوسیدونکی (انګریز) څوسوه کاله مخکی د مځکی د تنګوالی او نفوس د ډیرښت له کبله دیته اړ شوه چه د کښتی چلولو انقلاب نورهم ګړندی کړی او ځانونه دریاب ته وسپاری او نورو وچو ته مخه کړی چه د همدی تلاښ په نتیجه کی ئی لوئی وچی کشف او د اوسیدو لپاره انتخاب کړی. دوی په لومړی سر کی په اصطلاح په حلاله روزی پسی راوتلی وه او په کښتي کی ئی شا وخوا منډی وهلی خو کله چه ئی سترګی پر نورو ښکلو او غنی او خلګو ډکی سیمی ونښتی نو ئی د داړه ماری او استعمار اشتها هم را وپاریده او تر صنعتی انقلاب وروسته ئی دا اشتها نوره هم ګړندۍ او د هندوستان استعمار ته ئی ملا وتړله.
زموږ د کلی په شمال کی دو ه دری کلی هاخوا یو بل لوی کلی پروت ؤ چه روس نومیدی چه دا هم یو اربابی او استعماری دولت ؤ او غوښتل او وئی غوښتل چه خپله استعماری اشتها او حس د وچی له لیاری اشباع کړی. د دواړو لویو اربانانو( روس او انګریز)د تېرو غاښو او پلنو برېتو د موجودیت آوازه یو دبل غوږونو ته ورسېده او دواړو خپلو ځانوته یو د بل په وړاندی ډیری ستری نقشی طرحه کړی . روسیان هم انګریزانو غوندی د پوره استعداد علم او تمدن او همدارنګه د غنی او لوی سرزمین خاوندان وه’ څرنګه چه انګریز او نوره غربی اروپا ددې خلګو(روسانو) د راتلونګی علمی او اقتصادی پرمختګ او همدارنګه د منطقی با اهمیته اوستراتژیکی نقطو ته د نژدی والی له امله ډیر د خطر احساس وکړنو وئی غوښتل چه په هره بیه چه وی د روسانو د آینده روښانه بریالیتوبونو مخه ونیسی. په اروپا کی د کارل مارکس پنوم یو مشهور او په عین حال کی مرموز شخص چه ځان ئی فیلسوف! باله او د سوسیالیستی افکارو خاوند ؤ د سرمائی په نامه یو تئوریک دسترخوان وغوړاوه چه البته په غربی اروپا کی ئی د اشتها خاوندان ډیر کم وه ‘ دا دسترخوان او پر هغه باندی پراته تئوریک خواړه د روسی روشنفکرانو! اشتها او پاملرنه ځانته جذب کړه. انګریز او انډیوالان ئی ددی صحنی (د روسی مبارزینو توجه سوسیالیستی افکارو ته) په لیدلو ډیر خوښ او راضی وه او نتیجه ئی واخیسته چه د روس د چټک او پراخ پرمختګ بهیر همدا سوسیالیستان نیولای شی چه البته همداسی هم وشوه.په روسیه کی سیاسی ګوند تشکیل او د سوسیالیستی او حتّی کمونستی اهدافو د تحقق لپاره مبارزه پیل او وروسته بریالیتوب ته ورسېده او نوم ئی ؤ د اکتوبر انقلاب. البته انقلابیونو ادعا درلوده چه کیدای شی یو جهانی انقلاب وی پدی خاطر ئی ډیری ستری نقشی تر لاس لاندی ونیولی البته نقشی همهغه د تزار د جېب نقشی وی خو شکل او د عملی کیدو طرز ئی لږ توپیر در لود. د اکتوبر تر انقلاب وروسته د پرګنو په منځ کی (د اندونزیا څخه تر جنوبی امریکا پوری) براته روشنفکران چه د ناخوالو پر ضد په مبارزه بوخت وه د اکتوبر د انقلاب په لیدلو ېی د هیلو غوټۍ وغوړیدی چه البته د انقلاب څخه د مختلفو افکارو
خاوندانو مختلف برداشتونه او تعبیرونه درلودل ‘ ځینو ئی یوازی د اکتوبر د آزادی غوښتونکو روحیاتو څخه انرژی اخیسته ‘ ځینی ئی هم د روحیاتو او هم د ایدیولوژی څخه متأثر وه او ځینو بیا یوازی د اکتوبر د رهبرانو د اخلاقی او معنوی مرستو د ترلاسه کولو په هیله وه(چه زموږ د کلی غازی ساب هم پدی ډله کی ؤ). په هرحال د اکتوبر اووښتون او نوی سوسیالیستی دولت بیا هم د انګریز یو سخت رقیب ؤ( چه البته نوی دولت د استعماری حس میراث د تزار څخه ورپاتی ؤ’ بیاهم برخمن ؤ)خو بیاهم انګریز ته ددی رقیب سره مبارزه آسانه وه تراحتمالی پر مخ تللی روسئې.رابه شوخپل کلی ته.
هنوستان لکه چه مخکی وویل شوه د احمد شاه ابدالی په ولکه کی ؤ خو کله چه ئی نوبت لمسیانو ته ورسید انګلیس هم تازه همهلته د خپلو نقشو په عملی کولو پیل کړی ؤ او په ضمن کی په کابل کی هم سیاسی تحولات را منځته شوه او د قد رت او سیاست د کازینو مېز د تیمورشاه د کورنۍ ځخه یوی بلی کورنۍ ته وسپارل شو. د کابل او لندن ترمنځ واخه راکه ، مکوه ایله که ، زما دی ستا دی ، به څوئی غواړی په څو ئی راکوی…….. په نتیجه کی نه یوازی د ډهلی تخت! بلکه خپله نیمه خاوره او خلک هم وبایلل شول او زموږ کلی ددی دوو اربابانو سره دیوال په دیوال شو بالآخره ددی کلی سیاسی او اجتماعی دېګ د جوش او بُخار داستان د غازی! پنوم یو باچا ته ختم شو. نوموړی باچا د خپل کلی د دیوالو شاته په روڼو سترګو دواړه ډاګوګان لیدل چه ددی کلی پر سر یو دبل سره په ډغرو او چنه وهلو بوخت دی او ددواړو څخه د یوه (د دوست پتوګه) د انتخاب په دوه لیاری کی حیران ؤ’ تصمیم ئی: ‘ونیو چه لمړی د انګریز سره لاس او ګریوان او د خپل حق غوښتونکی شی چه همداسی هم وشوه کلی خپله آزادی تر لاسه او په نړیواله ټولنه کی د یو مستقل او آزاد هیواد پتوګه په رسمیت وپیژندل شو. باید عرض کړم چه د علمی او تاریخی خاص تحلیل په رڼا کی کولای شو ووایو چه د غازی تعامل د شوروی د دولت سره د ورځی د خاصو شرایطو په اساس کاملاً د دفاع وړ دی. په هر حال باچا ملا وتړله چه دا کلی آباد او سرلوړی کړی او خلګو ته د آرام او شرافتمندانه ژوند زمینه مساعده کړی چه البته پدی لیاره کی ئی نه ستړی کیدونکی تلاښ هم وکړ خو دده او خلکو په غیاب کی د کلی جنوبی ارباب د باچا د سترو ارمانونو د تحقق د مخنیوی پخاطر لویه توطئه ترلاس لاندی ونیوله او نتیجه ئی هم واخیسته ‘ کولای شو ادعا وکړو چه انګریز پخپل انګریزی تلبیس شورویان هم پخپله دې پروژه کی ګډون ته تشویق او تحریک کړه او په ګډه دې باور ته ورسیدل چه پر مخ تللی افغانستان د دواړو اربابانو د راتلونکو پلانونو د عملی کېدو په وړاندی خنډ زېږوی بناً داسی ښکاری چه تفاهم او موافقه ئی سره کړی وی چه که اول د هر ارباب لاسته ددې کلی کیلی پلاس ورله کلی په هغه ارباب اړه لری چه البته د سیاسی قمار لوبه خپل ځان ته ځانګړی او مخصوص قواعد لری. د همدې پلیدی توطئې په چوکاټ کی ئی نوموړی (غازی) لندن او اروپا ته د میلمه پتوګه ور وغوښت او هلته ئی د غربی تمدن د ناوی نقاب پورته او غازی ئی د ددې ناوی لیدو ته وهڅاوه غازی هم ددی ناوی پر آرایش او سُرخی او سپیده مین او وی غوښتل چه د خپل وطن ناوې هم ددی ډول آرایش او سنګار څخه برخمنه کړی خو خبر نه چه هغوی دده د مینی په مېنه کی ماین ورښخ کړی ؤ یا په بله ژبه ووایو غازی فکر کاوه چه دددی پاره چه دده د وطن ناوې هم هغوی غوندی ښکلی شی نوباید د یو پلاستیکی جراحی عملیات تر سره شی پدی خاطر ئی هلته شپږ میاشتی تیری او یو عاجل د جراحی کورس ئی ولیدی وروسته له هغه چه ځان ئی پوخ جراح احساس کړ نو ئی د راتګ اراده وکړه او هغوی (انګریز) هم ده ته دجراحی ډېره تیره چاړه او د استعمال چل به سوغات کی ورکړه وطن ته د راستنیدو سره سم ئی پر بدرنګی ناوی ( چه په حقیقت کی د آسیا ښکلې ناوی وه) د پلاستیکی جراحی عملیات پیل کړه چه په نتیجه کی هم ناوی تر پخوا بدرنګه شوه هم دده ګوتی پرې شوی او دومره وینه ئی ضایع شوه چه د ژوند تر پایه د ایتالیا د (سفر) په روغتون کی بستر شو او متأسفانه یو هنرمند شخص نه ؤ چه ده ته عرض کړی چه آشنایه پدې شرایطو او پدی امکاناتو یو خیاط ته سخته ده چه د سدرۍ پر استر عملیات پیل او د هغې کیفیت ور بدل کړی او دومره څوک نه ؤ چه ورته عرض کړی چه د غربی نړۍ فیلسوفانو علمی فتوا صادره کړیده ( په غربی نړی کی تر رنسانس وروسته روحانی قدرت د فلاسفه وو پلاس کی ؤ او دی) چه تمدن او علمی پر مختګ پر غیر غربی انسان حرام دی همدارنګه فتوا ئی ورکړیده چه د وروسته پاتی ټولنو استعمار او استحمار او حتّی ځپل ئی یو موجه او جایز عمل دی. ( البته د ددوی فتوا سلفی او وهابی غوندی فتوا نده چه د خلکو او دولتمردانو د خندا او بی اعتنائی وړ وګرځی بلکه د اجراء ټینګار ئی شویدی). پهرحال ددی ډرامی دا پرده پایته ورسېده او بله پرده پیل شوه هغه داچه یو بل مؤقت او غیر حرفه ای او بیسواده او په اصطلاح ماشینی او سماوارچی باچا منصوب کړ ه شو چه پسله اته نه میاشتی اړ و دوړ او حیرت او خوب یأس او تورتم شمالی او جنوبی اربابان لاس په جیب او بله بسخه ئی را وباسله او عملی کړه دا ځل ئی یو څوک چه رنګ ئی یو څه ملَک ته ورته ؤ کلی ته د ملَک (باچا) په حیث را ولیږی چه دا ملَک څلور کاله وروسته د یوځوان لخوا ووژل شو (ددې ځوان سره می کوم خاص شناخت نه درلود بناً خبر نه یم او نه یو چه ولی ئی په دی کار لاس پوری کړ).
دملَک د وژلو وروسته د هغه اتلس کلن زوی د کلی باچا شو. د کلی سیاسی او اجتماعی اوضاع آرامه ښکاریده (که څه هم یو څو روشن ضمیرو او روشن فکرو او روشن قلبو او پر هیواد او خلکو مینو ځوانانو د مشروطه خواهانه مبارزې تر بیرغ لاندی د را ټولیدو هڅه وکړه خو د بده مرغه د جنوبی ارباب په توصیه او ملاتړ ډیر ژر و ټکلول شوه او تسلیم شوه) په هر حال هم اربابان او هم خپله باچا د و ضعیت ځخه راضی وه باچا چه ډیر ځوان ؤ د خپلو نژدی خپلوانو او همدارنګه شوروی او انګریز تر مستقیم کنترول لاندی خپله دنده مخته بیوله. ځوان ملک مکلف ؤ چه د سفارتونو نسخې ټکی په ټکی عملی کړی چه البته د انګریز نسخه ډیره ورته د پاملرنی وړ وه ځکه په هغه نسخه کی دده د ملَکۍ او باجهی د بقاء درمل نغښتی ؤ. په ډیر کم لګښت او په ډېره کمه انسانی قوه کلی تر سخت امنیت لاندی ونیول شو. لټ او بی علمه او بی عمله ملایان، پیران! یاپه بله ژبه پیرانیان، د شوربازار کوډګران، درباری شاعران او ادیبان،فئودالان او لوی لوی زمینداران، پیسه داران، د مختلفو اقوامو او ژبو او نژادونو غوړه مشران او….. ټول د باچا په خدمت کی وه.
سخت امیت حاکم ؤ ( طالبی امنیت) یوه بې وسلی پولیس کولای شوای د یو کلی څخه ۴۱۷ ځوانان ( چه هر یو د ۲۵۰ ګرامو برېتو خاوندؤ) د ولسوالی مرکز ته را احضار کړی.
د نوی ملَک د باجهی په یوولسم دوولسم کال د لیبرالیزم د ځنګل څخه د یو بل ځناور غړومبهاری واوریدل شو چه وروسته بیا زموږ د کلی په معامله کی ددې نورو دوو اربابانو سره شریک شو چه البته ددې شرکت یو اتیا فیصده سهم اوس دده پنوم دی. د دودهم نړیال جنګ وروسته د انګریز صدراعظم چه هیواد ئی د نړی د ډیرو هیوادو پر سیمو تسلط دلود، رسماً د آزادی او دموکراتیکی نړی(ځنګل) د رهبرۍ سند او جواز د امریکا باچا ته وړاندی کړ او د ‘هغه هیواد ئی د ځنګله د زمری پتوګه نړیوالو ته وپیژاند، انګریز چه د زمریتوب! صفت ئی خپل مشر تربور ته ور انقال کړ د ماده زمرۍ پر ځای ئی د ګیدری پتوګه د سیاست په ځنګل کی خپلی دندی ته ادامه ورکړه ځکه پوهیدی چه تر شوده او لوده زمری هوښیاره ګیدړه ښه ځان مړولای شی، چه همداسی ده. په هرحال شوروی، انګریز او امریکه زموږ د کلی په مېلمستون کی د پوره واک خاوندان شول.
باچا د خپل حاکمیت په دېرشم کال د دموکراسی د پیاده کیدو یوه پروسه پکار واچول چه د هغی په اساس هر ډول سیاسی مبارزه او فعالیت قانونی وبلل شو چه دا خپله د بعدی او وروستی تحولاتو د نطفې د بسته کېدو اصلی پړاؤ بللی کیږی. که څه هم د کاغذ پر مخ ډېره خوږه دموکراسی خپره وه خو په عمل کی هر هغه ابتکار چه د پرګنو ژوند ته ښه بڼه ورکړی،سخت ځپل کېدی ، د خلکو د ژوند سطحه ډېره ټیټه وه، غیر عادلانه، تاریک بینانه، او مأیوسانه شرایط حاکم وه ، اتیا نوی فیصده خلک د ژوند د ابتدائی ترینه حقوقو څخه بی خبره او بی برخی وه ، باسواده او د مغز او قلم خاوندان ډیر کم وه او فقط دومره وه چه ملَک خپل ملْک په وچلوی، د ښوونی او فرهنګ سطحه ډیره ټیټه وه، د مکتبونو پاک او تکړه او لایق شاګردان چه باید په علمی او فرهنګی او اقتصادی ساحه کی روزل شوی وای د اُردو او ملی پوځ د تشکیل پنامه حربی ښوونځۍ او حربی پوهنتون چه په حقیقت کی تاریکځۍ او تاریکتون ؤ،لېږل کېدل چه دا خپله کیدای شی د همهغی انګریزی او روسۍ نسخې یوه برخه وی.
ملی پوځ د باچا لپاره ډیر مهم ؤ ځکه د خلکو د پاڅون د خطر احتمال موجود ؤ، ملی پوځ فقط د خلکو د ځپلو لپاره تربیه شوی ؤ او همدا علت دی چه ددې کلی ملی پوځ! د اتیا کالو راهیسی د یو اصیل او طبیعی جنرال او مارشال د درلودلو د ویاړ څخه (البته که د مارشال او جنرال وجود ویاړ وی) بی برخی او محروم دی. نن چه څوک د شپږو اوو لسیزو تاریخ ته ښه ځیر شی پوهیږی چه د ملی پوځ وجود ته اصلاً اړه نه وه ځکه شمال ته خپل انډیوال جنوب ته خپل انډیوال او غرب ته هم خپل انډیوال تشریف درلود( البته شمالی انډیوال مو لږ غوند ی د ملی پوځ څخه په وېره کی ؤ ځکه زموږ وسله ډېره پر مخ تللی او د غربی تخنیک درلوونکې او پوځ مو دعالی روحیاتو خاوند ؤ! !!!!!!!!.)
موږ ته ویل شویدی چه وطن د (مور) حیثیت لری، که دا شاعرانه تعبیر د منلو وړ وی نو باید توضیحاً عرض شی چه زموږ (مور) او بچیان ئی د ډیرو سترو ناخوالو او بدمرغیو سره لاس او ګریان وه او ده. تر هغه وروسته چه (زمری) څشتن ( رښتینی آزادی) ئی د قفس په پنجرو کی اسیر شو روغه ورځ نده لیدلې، ګریوان ئی همیشه په اوښکو او لمن ئی د تندی په خولو لنده ده.هغه مور چه سترګی ئی د بوټو او پوچو او خوشایو د اور د دود له لاسه شوړی شویدی ، پداسی حال کی چه د سرای غولی ئی د ګاز او تېلو چشمه ده، هغه (مور ) چه خواړه ئی حداکثر وچه ډوډۍ او ترخې او بعضاً خوږې چای وی او دی پداسی حال کی چه د کلی غولی ئی د کښت لپاره مستعد حالت او پراخی اوبه لری، هغه مور چه د لمر لوېدو څخه تر لمر ختو پوری درڼا څخه محرومه او همدارنګه د ژمی ساړه او د دوبی ګرمی ئی د بدن ټولی پرزې ور سولولی دی پداسی حال کی چه مست او خروښان رودونه ئی د کلی په منځ کی موجونه وهی بېله دی چه د برق د تولید ګټه تری واخیستل شی همداسی بی پروا او دښمنانه! په شوخو څپو له کلی تیریږی او معلومه نده چه چیرته درومی، هغه مور چه د خټو کورونه ئی د باران د بی رحمو څاڅکو له وېری ریږدی پداسی حال چه د کلی د سمنتی موادو نه ډک غر او غرونه ئی همداسی په مړه ګېډه او تروش تندی او بخیله څېره برګ برګ ګوری، هغه مور جه اته نه لس لسیزی د خپلو بچانو د لوړو او حتٌی لمړنیو زده کړو په ارمان ئی د همسایګانو او نورو ماشومانو او ځوانانو د علم د مشاهدې په حسرت هډونه رېږدېدل او ریږدی پداسی حال کی چه د هر بشر مغز د علم د زده کړی لپاره کافی استعداد لری، هغه مور چه بچیان ئی د هیڅ فرهنګ سره آشنا نه وه او د خپل تر خاورو لاندی غنی (انسانی فرهنګ) سره د پردیتوب له امله ځینو ئی د نورو د فرهنګ په وچ تقلید بېخایه او خندوونکی ویاړنه کوله ( په ډیر تأسف باید عرض کړم چه څلور لسیزی مخکی می پخپلو ګناهکارو غوږو د کابل په زړه کی د یو کابلی ورور څخه د (اوغان خر) ښکلی! کلمه اورېدلی ده البته په کندهار کی د کابلی شخص لیدل یو توریستی سینما او د کابلی په وړاندی ئی د ښائستې کلمې غلظت او وزن او غیرت! د کابلۍ کلمې تر وزن کم نه چه شاید اضافه هم ؤ )، بالآخره هغه مور چه د شمال جنوب او غرب اربابانو ورته د تمی سترګی نیولی وی دا ځکه طبیعت ددې (مور) په غاړه د یو بی پایانه ګنج او خزانې طلائی کیلی ځړولې ده خو اربابانو په ډېر مهارت دا کیلی د هغې د بغل په جیب کی ټینګه ور ګنډلی وه چه حتٌی خپل بچان ئی د پیداکولو او را ایستلو جرئت او قدرت ندرلودـ دې غمجن داستان همداسی جریان درلود چه پر یخ نغری او ناتوانه مور باندی را تاؤ شوی بچانو ( البته هغو بچانو چه سواد او احساس درلود) احساس وکړ چه ددې بد حالت د زغم قدرت ورځ په ورځ کمزوری کیږی نو ئی تصمیم ونیو چه د دموکراسی د قانون! په رڼا کی ( البته د دموکراسی د کارنیوال د پرانستلو د هدف شاته نور مرموز مغزونه او پلانونه پراته ؤ) د خپلی مور او هغې د بچانو د سوکالۍ پخاطر د سیاسی مبارزی له لیاری خدمت وکړی بناً هر روشنفکر او بااحساسه او با سواده بچی د (مور) په غوږ کی د سیاسی مبارزی ترانه زمزمه او (مور) او بچو ته ئی د صادقانه او خالصانه خدمت وعده ورکړه پدی منظور هری سیاسی ډلی او فرد د اکتوبر سوسیالیستی انقلاب، د چین فرهنګی انقلاب ،د سیدجمال الدین د فکری مبارزی او د هغه د فکری جریان څخه زېږیدلۍ اخوانی سیاسی تفکر، دګاندی آزادی غوښتونکی مبارزه، د منځنی ختیځ دردوونکی تحولات، هغه څه چه موږ ئی. پښتونستان بولو سیاسی او ټولنیزی پېښی، د جنوبی امریکې غرځنګونه، د غربی نړی دموکراتیک او علمی پرمختګونه، د مَلَک په کلا کی تر ایرو لاندی د ځینو فرهنګی او قومی پټو شخړو د اور د ګرمۍ احساس او د ژبنی او نژادی حقوقو د لاسته راوړلو تلاښ او نوری سیاسی سلیقې هغه ادرسونه وه چه د (مور) مبارزو بچانو د خپلو مبارزاتی ذهنی او ارمانی او ایډیولوژیکی آسانو د(GPS) په دستګاه کی تعبیه او تعقیب کړه . د هر مبارز ذهنی آس او یا د هری ډلی آسان د یوې او بلی لیاری څخه پدی بریالی شوه چه د مطالعې او مباارزاتی زده کړی مواد د خپلو ادرسونو څخه تر لاسه کړی. په هر حال منډی او مبارزه پیل شوه، د مبارزی اصلی مرکز علمی مؤسسی وی لکه مکتب، پوهنتون، مدرسه او نور. د سیاسی احزابو ټول غړی باسواده او په علمی مؤسسو او یا دولتی دستګاه کی بوخت ځوانان وه (البته زاړه هم پکی وه) البته د ښځو ګډون پکی ډیر کمرنګه ؤ. مټنګونه، عمومی او خصوصی غونډی، بازاری مظاهری، ګوندی تشکیلاتی ټاکنی او د مختلفو احزابو په مینځ کی سخت رقابت او سیالی او هدارنګه د سیاسی احزابو د اهدافو او افکارو تر منځ کهکشانی فاصله ددې مبارزاتو شکل ؤ. د بلی خوا چون سیاسی مبارزه فقط د علمی مرکزو په ساحه کی تر سره کېده بناً د کوڅی او بازار او کلی او اطرافو او له ښار نه لیری پرتو سیمو خلکو اصلاً سیاسی مبارزه او سیاسی افکار نه پېژندل حتیّ د ښارونو ډیرو خلکو د مظاهرو د اهدافو تشخیص نه درلود او شاید اکثره وخت دېته حیران وه چه په یوه ډله کی دپتلون او کوټ خاوند مُلا غوندی صحبت کوی او په بله ډله کی د ږیری او محلی لباس خاوند د خان فئوډال او یا باچا پر ضد صحبت کوی، او بعضی خلک ددی منظرو (که یادش بخیر) په لیدلو پدی فکر او تعجب کی وه چه دا مظاهره آیا یو بی ناوی واده دی او که یو بی مړی د جنازی مراسم. په هرحال مبارزین د مبارزې د نتیجې په هیله وه او حاکمیت هم د خپل حکومت د دوام په هیله او عادی خلک هم د یوې ګولې ډوډۍ په ارمان چه د رښتینی ډرامی یوه بله پرده راښکاره شوه. . عرض کوم سایبه چه زموږ هیواد یو استثنائی هیواد دی دنړی د هیڅ هیواد بیرغ د هغه د تاریخ او سیاسی او اجتماعی ژوند پوره ښکارندوی ندی لکه زموږ بیرغ غوندی.
تور، سور، زرغون.
تور یانی حاکمه دستګاه، سور یانی د چپی افکارو مجموعه او زرغون یانی د سیاسی اسلام او معمولی اسلام د عقیدی وجود.
(باید وویل شی هدف می د رنګونو او یا هغه ته منسوبو افکارو سپکاوی ندی، ټوله رنګونه ښکلی دی او هیڅ رنګ د شرً او شرارت مظهر ندی، بلکه غواړم ووایم چه ځینی رنګونه په سیاسی ادبیاتو کی ځانګړی ځای لری).
تور سور او زرغون خط هر یو پخپل ځان کی دوه درې او یا دیر اتوبانونه لری چه هر اتوبان بیا خپل ځانته لارویان لری.
د تور خط یو پخوانی جګپوری که جګپوړی ( د ملانصره دین خبره خپل پلار ته می څو ځلی ویلی وه چه د پښتنې ښځی سره واده مکوه ځکه پښتو مشکله ژبه ده ماته ئی غوږ و نه نیو او زه ئی د پښتو د مشکل سره لاس و ګریوان کړی یم، جګپوړی که پوړجګی که څه ښه خیر) د چنګاښ پر ۲۶ د وسله وال پوځ په مرسته یوه چنګاښی سپین انقلاب ته ( البته چنګاښ د لاندی لخوا سپین او سربېره سور غوندی وی) لاس ور واچاوه او سیاسی قدرت ئی ترلاسه کړ. نوموړی چه د پخوانی ملَک یا باچا تربور او د خور مېړه ؤ ( باور وکی موږ د اخښی و مخته پښې نه سو غځولای مګر خلک کودتا ورته کوی) دولت ئی جمهوری او ځان ئی رئیس جمهور اعلان کړ( کاشکی دا ممکنه وای چه فقط د نوم په تغییر کارنامه هم تغییر وکی).
معلومه نده چه نوموړی د دی درو اربابانو د پلان په اساس دا کار وکړ که یوازی د شوروی پټ ملاتړ ورسره ؤ که د خپلی کورنۍ او اخښی سره شخصی لانجه او عقده ګشائی وه که د خلکو په وړاندی د رښتینی خدمت احساس او درد ؤ که د قدرت د لاسته راوړلو د تندی ماتول وه او که ددی ټولو ترکیب. پهرحال د قدرت په لمړنیو شېبو کی امر وشو د سیاسی مبارزی آسان کوم چه د مختلفو احزابو لخوا زین کړه شوی وه بیرته پر آوخور ودرول شی او فقط خپل آس ئی د خلکو د خدمت لپاره کافی وباله د سره خط د مبارزینو او شوروی د راضی کولو یا اطمنان او یاهم شاید تېر ایستنی پخاطر ئی د قدرت په لمړنیو څو میاشتو کی ځینی خطاایستونکی الفاظ پکار واچول. د امپریالیزم او استعمار سره مبارزه، په نړیواله سطحه د بی طرفه او فعّاله مثبتی پالیسی د دوام ټینګار، د باچا او باچهی ټولو نمادونو پر ضدتبلیغ، باچهی نظام ته د پخوانی فاسد رژیم خطاب اونور. د باچهی د نماد ډیر لوی دښمن! ؤ کله چه په ۱۳۵۴ ظاهراً د میزان میاشت کی کندهار ته په سفر راغی د خرقې! تر زیارت وروسته بېله دی چه د احمد شاه ابدالی آرامګاه ته ( چه یو جدی رسمی رواج ؤ) د میرویس هوتک آرامګاه ته ولاړی وروسته د باوری خولو او نوشتو لخوا واوریدل شوه چه زه (جمهوررئس) د هر ډول باچا او باچهی سیستم مخالف یم نو پدی خاطر د باچا یا باچاهانو د قبر زیارت ته نه ځم داچه ده خپل منطق پدی هکله څنګه توجیه کول زموږ کار ندی. همدارنګه د کندهار په ښار کی د پخوانی باچا پنوم یوه لیسه وه چه دجمهوریت وروسته سمدستی د ابو ریحان البیرونی پنوم ونوموله شوه ، کله چه پخوانی باچا د امریکائی پراشوټ پواسطه بیرته کابل ته را وځړول شو نوموړی لیسه دوباره دده پنوم ونومول شوه. همدا علم او عالم ته د درناوی پخاطر مو د پرمختګ او ترقی! آوازه تر عطارد پوری رسېدلی ده! !!!!!!!!!!!!”. په هرحال نوی باچا خپلو خلکو ته خدمت او د هیواد د سرلوړی د پروسی وعده ورکړه. نوی حکومت چه رئیس ئی دی خپله ؤ په کار وګمارل شو. د انکشاف او پیشرفت په ارتباط د شوروی د اقتصادی مرستو د وعدی په اساس لوئی پروژی تر لاس لاندی ونیول شوی، اقتصاد لږوډیر وخوځید، د بیکاره تحصیل یافته ګانو د کار د پیداکیدو د زمینې امیدونه را ژوندی شوه، لنډه داچه په هره اقتصادی او ښوونی او روغتیائی او زراعتی ساحو کی خوځښت او تحرک تر سره شو خو په سیاسی او دموکراتیک ډګر کی وضعیت آرام نه ؤ.
د تور رنګ د خط مامورین اکثره متغّیر او یا تقاعد او موقوف شوه او اکثره ئی د نوی ګوند ( چه د خټو او پروړو څخه تشکیل شوی او حکومتی ګوند ؤ دملی غورځنګ پنامه) په غړیتوب ومنل شوه، د سره خط د اتوبان ځینی تکړه غړی کوم چه د نوی باچا لخوا د څو هفتو او یا میاشتو په اوږدو کی په دولتی حساسو څوکیو وګمارل شوه چه وروسته بیا لیری شوه. د سره خط د لارویانو فعالیت که څه هم د ټولو ګوندونو په شمول غیر قانونی ؤ خو مخفیانه مبارزه په ډیر شدت روانه وه ، سره خط ته د مبارزی په لیاره کی هیڅ ډول خساره و تلفات و قربانی و تاوان متوجه نه ؤ د ګوند حتًی یو غړی هم د زندان او شکنجې مزه نه لیده چه البته د علت توضیح ته ئی ضرورت نشته. د سره خط دبل اتوبان پیروان ( شعلۀ جاوید) یا چینائی کمونستان هم بیله کوم ترافیکی خطر نه په غیر علنی توګه خپل سفر ته ادامه ورکاوه. امّا د زرغون خط پیروان د ډیر فشار سره مخامخ شوه. کله چه تور رنګ (حاکمی دستګاه) د شوروی په لمسون د پاکستان سره د پشتونستان! د مسئلی! پر سر لانجه نوره هم یو ګرم او حساس پړاؤ ته ور نژدی کړه نو د زرغون خط پیروان متهم شوه ( دا اتهام په عین حال کی چه د منلو وړ ندی د ژور بحث او څیړنی وړ هم دی) چه فعالیت ئی د ملی حاکمیت! پر ضد دی بناً د زرغون افکارو لارویان د شو رویانو په اشاره او د هغوی د طرفدارانو چه په حاکمیت کی ئی ځاله جوړه کړی وه، سخت وټکول شوه چه په نتیجه کی ئی ځینی ښکلی او مبارز ځوانان په زندانونو کی اعدام شوه. د ددی په څنګ کی یوه پخوانۍ ملی او سیاسی څېره چه یو وخت ئی د صدراعظم پتوګه دنده اجراء کول، هم ددی توطئی قربانی شو چه وروسته بیا پر خپلی نکټائی تاوان شو. البته د تعجب او تأثر ځای دی چه پسله څو لسیزو یوه اخلاقی پېجلی او مغلقه معما ایجاد شوه هغه دا چه هم قاتل او هم مقتول ته د شهید! خطاب کیږی. په هر حال ( مور ) لا همداسی د پریشانۍ او حیرت په ټال کی ځنګېده چه د منطقی او نړی سیاسی لوبو کیفیت باچا ساب دی ته وهڅاوه چه خپل افکار او کړنلاره د ډیرو یخو اوبو شاور ته وسپاری ، شاور لا پایته نه ؤ رسیدلی چه د ثور پر اوومه یو مهیب خبری بمب وچاودید چه هم (مور) او هم ئی بچیان او هم ئی د خټو کور او هم همسایګان د حیرت او ناباورۍ په قوی امواجو ولړزیدل. د ثور پر اوومه(۱۳۵۷کال) د وسله وال پوځ افسرانو خونړی کودتا ترسره کړه، په ظالمانه او بیرحمانه توګه ئی جمهور رئیس د کورنۍ د غړو په ګډون ووژل او سیاسی قدرت ئی تر لاسه کړ.
د سره خط لارویانو تر بریالیتوب وروسته د راډیو د څبو له لیاری خپله (مور) پر سترګو مچ او مبارکی ئی ورکړه او په غوږ کی ئی مور او بچانو ته وویل چه موږ درته ویلی وه چه یوه ورځ به تاسی ته د ددی بدبختیو څخه نجات درکړو او هغه ورځ نن را ورسېده. مور او بچان ئی چه لسیزی لسیزی وږی اوخوار او د پلیدو اربانانو او دهغوی د مزدورانو د درنې سائې له امله نسونه د موړتیا د لمر څخه محرومه وه د خپلو مشرانو! وړونو پدی انقلابی اقدام ډیر خوښ شوه خصوصاً بزګران او بی مځکی خواری کښان چه رشتیا هم د بیرحمو لویو زمیندارانو یا د ثور په ژبه فئوډالانو
له خوا په ډیره بیرحمی استثماریده، د بهتره ژوند د درلودلو اُمیدونه ور پیداشوه. په هرحال خلقی دولت خپل کار شرع او خپله برنامه ئی اعلان کړه. په سیاسی داخلی برخه کی لمړی کار داؤ چه د سیاسی ګوندونو یا سیاسی ګوند د موجودیت اقرار او اعتراف جرم وګڼل شو فعالیّت ئی لا څه کوی. پولادین کنترول او پراخ استخبارات پکار ولویده، د امریکې د پخوانی جمهوررئیس (جورج بوټ )هغه الکولیکه او احمقانه جمله پکار ولویده کومه چه مفهوم ئی دا ؤ یا انقلاب یا ضد انقلاب(یازموږ سره یا زموږ پر ضد). په نړیواله سیاسی برخه کی ګوند د شوروی د انډیوالانو ډلی ته ډیر متمایل ؤ تر اسالامی کنفرانس او تر ناپییلی هیوادو که څه هم ئی ارتباط له دی دوو سازمانونو سره نه ؤ شلولی خو ډیر فعالیت ئی هم په مزه نه پکی درلود. دتلفن هغه درې لیکی چه مخکی د ملکانو د کلا او درو سفارتو سره وصل وی د دوو سفارتو سره قطع او فقط د شوروی له سفارت سره تقویه او دوامداره شوی او په ضمن کی ئی د (خولې – غوږ) حالت څخه د (غوږ – غوږ) حالت ته تغیر وموند.
امّا په ټولنیزه او اقتصادی ساحه کی د اساسی بدلون وعده ملت ته ورکړه شوه . شپږ اووه تېره او ډینامیکی فرمانونه صادر شوه چه د لدی جملې څخه د مځکو د اصلاحاتو فرمان ډیر جالب او د توجه وړؤ. بی مځکی بزګران د مځکی خاوندان شوه او هغه لوی زمینداران چه ډیره مځکه ئی له لاسه ورکړه حاکم وضعیت ته تسلیم او پر دیرش جریبه مځکه ئی قناعت وکړ.( البته لوی زمینداران بېله استثنا ټول قارونی خاصیت لری مړیده او قناعت نلری). په اقتصادی برخه کی چون د هغه وخت (روبل) په غوښه پټ ؤ د ګوند سره ئی د زیاتو بانک نوټونو د چاپ اوږه ووهله. نقدی پیسی په بازار کی ډیری شوی بېله دی چه پر تورم منفی اغیزه وکړی. په امیتی ساحه کی پراخه پولیسی سایه وغوړیده، خپله د ګوند دغړو تعداد دومره نه ؤ چه هره شبکه د ګوند تر کنترول لاندی راولی نو آماتور او فرصت طلبه څیری اکثراً په استخباراتی شبکو کی استخدام شوی چه د بیځایه او بعضاً خواشینو ونکو پیښو د را منځته کیدو لامل شو چه البته ګوند هم د ددی پیښو په مشاهده خپل نا رضائیتوب نه څرګنداوه.
.د پلچرخی زندان د ډول ډول بیګناه خلګو څخه ډک شو (شورویانو چه کله د انقلاب نه مخکی رئیس جمهور ته د پلچرخی د زندان د جوړیدو پیشنهاد (امر) وکړ ځینو سیاستمدارانو د ددی زندان د ماسټرپلان څخه د توطئی بوی احساس کړ) .هغه دردوونکی او په عین حال کی ترنن پوری بی ځوابه پوښتنه داده چه د انقلاب سره د دښمنی اصلی معیار څه ؤ؟ ،همدا سخته پوښتنه وه چه انقلاب څو میاشتی وروسته د سختی روحی او روانی نا روغۍ سره مخامخ شو (دثور د اوومی څخه د بل کال د سنبلی تر پنځه ویشتمی پوری د یو انقلابی شخص یا شخصیت عکس ته توهین د اعدام حُکم درلود او د سنبلی پر ښپږویشتمه د همهغه شخص د عکس ستایل یو لوی جرم ګڼل کیدی) ، همدا روحی ناروغی د انقلاب تر (مرګ) (خودکشی) او (اعدام) پوری، چه د تولد د څوارلس کلیزی ورخی نه څو ساعته مخکی تر سره شو، د انقلاب سره ملګرې وه. البته انقلاب څلور مختلفی روحی څېرې درلودی چه اوله او څلورمه ئی د زیاتی توجه وړ ده، اوله روحی څېره ئی له تکبر، غرور، بی اعتنائی، خودپرستی، خشم، خشونت، تېره غاښو او پنجو او تُند مزاج او همدارنګه د بی بی سی سره ښځینه جګړه او دهغی څخه بېره او څلورمه څېره ئی د التماسانه خندا ، پښیمانانه خندا، ځګ ته لاس اچونه او…….وه. د دوهمی او دریمی څیرې د توضیح په هکله به د کال په پای کی (د جدی په میاشت کی) ستاسی خدمت ته حاضر شم.
او امّا د فرهنګ په ساحه کی صحنه ډېره ډراماتیکه وه ، پشتون، پارسی بان، هزاره، بلوڅ، ازبک، ترکمن، پشه ای، ( زموږ د اقوامو تعداد هم د بایسکل د مخ د اربې سیخانو غوندی ډیر دی چه شمیرل ئی مخصوصه حوصله او هنر غواړی) همدانکه غلجی، درانی، سید، جت، سلیمان خیل، کوچی، احمدزی، مومند، صافی، ځدران، اندړ، منګل، او….. او همدانګه کابلی ، کندهاری، هراتی، ننګرهاری، هلمندی، بدخشی، بلخی، اروزګانی خلاصه د دووسوو ولایاتو اوسیدونکی دګوند غړی او انقلاب ته وفادار وه ( چه ځینی ئی اوس هم دی). پښتو ( ژبه) چه د پېړیو راهیسی په ارګ کی د اوښ سندری او نڅا غوندی کم یابه او نایابه او نابابه وه په ناڅاپی توګه د ارګ د دیوالو څخه واوریدل شوه چه د مختلفو سلیقو او افکارو د خاوندانو د مختلفو عکس العملونو سره (مثبت او منفی) مخامخ شوه.ځینو انقلاب ته وفادارو غیر پښتنو چه به کله د انقلاب د مشرانو څخه پښتو اوریده دومره ئي په ځیر غوږ ورته نیولی ؤ چه تا ویل د پښتو مالیم دی حال داچه د پنځو جملو څخه په ښپږو ئی سر نه خلاصیدی، ځینی سیاسی ډلی او افراد هم موجود وه چه په ارګ کی د پښتو اوریدل ورته پدی مانا وه چه یو څوک مثلاً د شپی پر پاؤ بالا دوې بجې ورته د خوب په کوټه کی مِسی خالی دیګ وټکوی، ځینی سیاسی ډلی او افراد هم وه چه په ارګ کی د پښتو د ویلو ارمان او آرزو ئی درلوده خو د انقلاب د موټروانانو سره ئی جوړه نه وه او په اصطلاح د غوښو پُخلا او د ښوروا نه مرَوَر خلک وه. زه ډیر شوق لرم چه یوه ورځ د ددی دواړو افکارو د خاوندانو سره شیرین او منطقی بحث وکړم خو تر اوسه نه یم ورسره مخامخ شوی.
په هرحال انقلاب خپله لیاره مخته بیوله، د ټولنی د ژوند په ډیرو برخو کی د بدلون احساس د انکار څخه لیری خصوصاً د اکثریت خلکو ( چه همهغه بزګران او خواری کښان وه) برخه او همدارنګه د دودلت مامورین او منسوبین، معلمین، تُجار، د وسله وال پوځ منسوبین ، ګاډی وانان، او سماوار چیان او داسی نور د انقلاب طرفداران وه. د جدی تر شپږمی پوری هیڅ ډول عمومی قیام او یا ښورښ نه ؤ تر سترګه. عمومی امنیت تر ډیره ځابه تأمین ؤ، خلقی ملیشې تشکیلی او تر آخری سُلګی پوری د مقاومت په سنګر کی بوختی وی. که څه هم د زرغون افکار خاوندان په ډیر شدت په مخفیانه مبارزه بوخت وه خو کومه ستره لاسته راوړنه ئی ندرلوده. د هرات د خلک قیام ( چه د انقلاب په لمړی کال ترسره شو) انګیزه او علت همهغسی چه دوی (زرغون خط) ادعا کوی ، اصلاً بل ډول وه ، هلته د سره خط د بل اتوبان پیروان ( چینائی کمونستان) د ډیر نفوذ څخه برخمن وه او د خلکو د پښتوضد احساساتو څخه په استفادی سره د قیام او شورش زمینه مساعده کړه، بده نده پوه شو چه د ایرانی ژیړو کمونستانو( چینائی کمونستانو )ځاله هم د ایرن په شرق یا ختیځ کی ده چه البته د ایران دولت ته ئی هم لوی مشکلات ایجاد کړه ، همدانګه د بالاحصار ښورښ هم کومه بله فکری او خپل منځی اختلافاتو ریښه .
د افغانستان په تاریخ کی دوې ورځی ډیری د پاملرنی او جدی بحث وړ دی، چه یوی لدی دوو څخه کولای شوای چه د هیواد او خلکو د ژوند بڼه په اساسی ډول ور بدله کړی، متأسفانه د عقل او واقعګرائی څخه کار نه واخیستل شو او دښمن ته اجازه ورکړه شوه چه خپلی نقشې عملی کړی.
د فلکی او نجومی علومو څیړونکو د کال دوولس میاشتی په دوولس مختلفو نومو نومولی دی چه له هغی جملی څخه اته نه ئی د ځینو حیواناتو پنوم دی، هغه څه چه زما د بحث منظور دی اسد (زمری) او ثور (غوئی) دی . د زمری ۲۸ هغه ورځ وه چه زموږ غیرتو هیواد والو د انګریز په وړاندی د آزادی غوښتنی مبارزی د پیل د ارادی په نتیجه کی خپله آزادی او استقلال ( یا د خپلو وینو او سوټی په زور یا د انګریز د تاکتیکی او سیاسی لوبی په وجه) تر لاسه کړ خو د بده مرغه ( زمری) په هر علت چه ؤ د خپل زمریتوب نه ګټه نه واخیسته او په ډیر مهارت بیله دی چه مقاومت وکړی د رښتینی آزادی .څخه بی برخی او د تاریخی موزیم قفس ته ور ننوتی، د حاکمی دستګاه مسئولینو، شاعرانو او ادیبانو، مؤرخینو، هنرمندانو، ویښوبیدو او بیدو ویښو وطن پرستانو! همدارنګه د کمرلین ستراتژیتستانو او نورو ددی اسیر زمری سره رنګین عکسونه واخیستل( بیله دی چه د قفس دروازه پکښی ښکاره شی) او دا عکسونه ئی د تاریخ او ملت او سیمی اذهانو ته ور مخابره کړه، ( دا ئی هیر شوه اویا قصداً هیړ کړه چه تر عکس لاندی ولیکی چه زمری او زمریتوب دوه بیل بیل وا قعیتونه دی) جالبه ده چه پوه شو دا عکسونه دوه درې ځله په حساسو تاریخی پړاوونو کی د نا محرمو اربابانو لاسته ورغلی او ناوړه روحی او تبلیغاتی استفاده تری شویده، مبالغه به نه وی که ادعا وشی هیڅ عکس په معاصره زمانه کی دومره ستر سیاسی اثرات ندی اچولی کوم دی عکسونو واچول.
همدارنګه د غوائی ۷ یا د ثور انقلاب ( البته زه ئی پدی خاطر انقلاب بولم چه په نړیوال ډګر کی د سترو بدلونونو لامل وګرځید) یا ووایو ( غوائی) هم ( زمری) غوندی ددی پر ځای چه د خلکو د آرزوګانو او اُمیدونو کلکه او شاړه مځکه ور یوی پسته او کښت ته تیاره او آمده کړی نوره هم پخپلو غیر اکروباتیکو او غلطو حرکاتو کلکه او د کښت څخه وایسته، د غوائی رهبرانو هم د غوائی، یوغ، یوم، بېلچې، شپږم لمبر فرمان، سرو بیرغونو، سرو دروازو ( چه دوې ئی په یو دقیق رنګ نه وی) او خپلو وفادارانو د هورا د چیغو سره عکسونه واخیستل او مستقیم ئی د لندن او واشنګتن پر ادرسونو ور ولیږل. ( پدی هکله به بل وخت بحث وشی، چه د عکسونو په وړاندی څه عکس العمل وښودل شو). البته د ثور رهبرانو د خپلو عکسو په څنګ کی د ( د زمری عکس په ډیرو ګرمو احساساتو پورته کښته کاوه خو په زړه کی ورته ( غوئی) تر (زمری) ګران او ښکلی ؤ.
په هر غواړم عرض وکړم چه ( غوائی) کولای شوای چه مځکه یوی او کښت ته آمده او وروسته غوبل وکړی خو که ئی د ګورم او هسپانوی ورزشی غوایانو زنګولې غوږ ته نه وای اچولای ( او دانسان د زوی غوندی ) د دهقانی غوائی غوندی عمل ئی کړی وای. داچه ولی داسی نه وشوه، په مختصره او لنډه توګه به پری وږغیږو.(البته فقط په دوو نکتو کی).
اوله یا د پښتنو په ژبه لمړۍ نکته: ټول غربی سیاسی مکتبونه د سوسیالیزم په ګډون( هغه هم یو غربی سیاسی مکتب دی) د مذهب او سیاست یا مذهب او دولت د ګډیدو سخت مخالف دی ( چه البته د هغوی په ټولنو کی دا یو موجه او منطقی امر دی) خو خبره داده چه لمړنی کسان دا منل شوی سیاسی اصل یا اصول ئی تر پښو لاندی کړه هغه خپله د شوروی سوسیالیستی حزب او د هغه څخه متأثر د خلق دموکراتیک ګوند ؤ (یا دی) پدی معنی چه هر څوک وغواړی د نوموړی حزب غړیتوب تر لاسه کړی باید خپل مغز د نورو ټولو غیر یډیولوژیکی امواجو څخه تخلیه کړی، یا په بله ژبه د عقل او قلب کانالونه وتړی ټوله وظیفه یوازی مغز ته وسپاری چه دا پخپله دا مانا لری چه مذهب او سیاست سره ګډ شو، مانا یو ځل مذهب خلق او بیرته بیا د ایدیلوژی د تقوئی پخاطر هغه حذف شی چه دا خپله د مذهب یو ډول رول لوبونه ده، بله داچه مذهب اصلاً د ظلم او استبداد په وړاندی مبارزه څه اړه او یا د علم او فرهنګ په پرمختګ او شاتګ څه اړه لری، آیا توماس اډیسون پدی خاطر د برق په اختراع بریالی شو چه هغه یو مذهبی ؤ او که یوری ګاګارین پدی خاطر فضا ته په سفر بریالی شو چه هغه یو غیر مذهبی او یا ضد مذهبی شخص ؤ. یو تکړه کمونسټ ایدیولوګ دخپل صحبت کی وویل چه دا چه کارل مارکس ویلی دی چه مذهب د ټولنی تاریاک دی، منظور ئی دا نه ؤ چه ګواکی تریاک او یا مذهب یو منفی شی وی بلکه منظور ئی دا ؤ چه خلکو د استعمارګرانو د ظلم او ستم له لاسه مذهب ته وروړیده او تریاک غوندی د مذهب څخه د مُسّکن او او آرارامیدو کار اخیستی دی ، په ادامه کی ئی وویل چه دا د کمونست ګوند جاهلانه تعبیر ؤ چه د کارل مارکس د مقولې څخه اخیستل شویدی. شاید د نومړی او فیدل کاسترو دا خبره ( مذهب د ټولنی تاریاک ندی) نظریات د ورځی د واقعیتونو ( په مسکو کی د مذهبیونو حضور په کلیساوو او مساجدوکی) د مشاهداتو پخاطر تر خولې را وتلی وی او همدارنګه هڅه شویده چه کارل مارکس ته یو ډول تئوریک برائت ورکړی حال دا چه د کارل مارکس دا فرضیه ددی لوی سند دی چه هغه یو فیلسوف نه ؤ بلکه فقط یو نظریه پرداز ؤ.
په هر حال د ګوند غړی د همدی سنّتی ( مور) بچان وه بیله دی چه یو ځل تاریخ ته مراجعه وکړی او بیله دی چه ټولنیزه روانشناسی مطالعه کړی خپله کلّه په تاریخی او ډیالکتیکی ماټریالیزم ایډیولوژی ( چه په ناحقه مترقی نومول شوی وه) مجهز کړه پداسی حال کی چه دی کار ته هیڅ ضرورت نه ؤ، شوروی پداسی یو موقف کی ؤ چه حتّی د سوسیال دموکراسی په افکارو ئی هم قناعت کاوه، ګوند کولای شوای د خپلو افکارو په تعدیل قذافی، صدام، حافظ، جمال ناصر، کاسترو او نورو غوندی فقط د شورویانو څخه اخلاقی او اقتصادی او سیاسی مرستی ترلاسه کړی. ګوند یا پخپل ماشومانه تشخیص یا مشر ورور دګوند په افسون د ( ګوډمُلا) افسانه یا داستان یا واقعیت ټول مذهب ته تعمیم ورکړ ، چنانچه استعمار او سکولاریزم د ( ګوجر مُلا) داستان ټول دین ته تعمیم کړ، پداسی حال کی چه هم ( ګوډ مُلا) ( که حقیقتاً وجود ولری) او هم ( ګوجر مُلا) ( که رشتیا هم وجود ولری) دواړه د استعمار کار دستی ده. خو دبده مرغه ګوند دا حقیقت هیر کړی ؤ چه د انګریز په وړاندی ټول جهاد کوونکی خلقیان نه بلکه ددی ( مور) سنّتی اولادونه ( په دینی غیرت مجهز وه) دا چه ( ګوډ مُلا) د خلکو د عقیدی څخه سوء استفاده وکړه دا د عقیدی نیمګړتیا نده بلکه…….
پهرحال ګوند لږ و ډیر د ناسمی پالیسی څخه کار نه وای اخیستای او خپلو برنامو ته ئی مذهبی ماهیت او یا اقلاً مذهبی شکل ورکړی او پخوانیو حکامو غوندی ( چه البته د یوی پیړۍ دحاکمانو ایمان او بی ایمانی هیچا نده اثبات کړی مګربیا ئی هم د ډیر احتیاط څخه کار اخیستی) څخه په سرمشق کولای شوای ځان د دینی ضد افکارو څخه مصئون وساتی، ( که څه هم په رسمی او عمومی رسنیو کی ئی د خپلو افکارو دینی ضده برخه نده اعلان کړی) د ګوند او ګوندیانو افکار پسله څلور پنځه لسیزی نورو عینی پدیدو غوندی د اساسی بدلون ( یا په جبر یا په اختیار) سره مخامخ شویدی. په مسجد کی (په ظاهری یا باطنی توګه) حضور، د حج سفر، حتّی سلفی ګری او وهابیت ته د ځینو تمایل، د ناموسی غیرت درناوی، د ځینو دینی ارکانو اجراء او د عامه او مردمی ادبیاتو استعمال او هغه موارد دی چه پدی بدلون کی تر سترګو کیږی چه کاشکی ۲۱ فیصده د نن ورځی عقاید پرون ورځ پکار لویدلی وای.
دوهمه نکته : ګوند د ګډون او غړیتوب د سالن په دروازه کی د غړو د عقیدی په دقیقی تلاښی اقدام کاوه خو د انحرافی او جاسوسانه افکارو د موندلو د تشخیص څخه عاجز وه، چه په نتیجه کی د نورو قدرتو مزدورانو په ګوند کی خطرناکی ځالی جوړی کړی او داسی کارونه ئی د خلق د دموکراتیک ګوند او د شوروی د کمونست ګوند د کشر ورور پنامه تر سره کړه چه حتّی د شوروی کمونست ګوند د ترخې خندا سبب شوه خو بیله زغم او حوصلی او انتظار نه بله چاره ئی نه درلوده، او همدارنګه ددی سبب شو چه د ګوند تکړه غړی د همدی جاسوسو څیرو د حضور له کبله د ګوند څخه پټو ټک واهه او پر بله ولاړه.
اجازه راکړی چه دا صحنه بل ډول ترسیم شی ،
هیواد (کښتی )د نا معلومه هدف پر لور د حیرت په سمندر کی په حرکت کی وه چه د ثور پر اوومه وسله وال کسان د کښتۍ کابین ته ورننوتل او د کښتۍ کپتان ئی لیری او پر ځای دری نور کپتانان منصوب کړه، پسله څه وخت د کښتۍ د مسیر پر سر د ددی درو کپتانانو تر منځ د نظر اختلاف پیدا شو ، یو لدی درو کپتانانو څخه یو ئی د کابین د کړکۍ له لیاری اوبو ته ور وغورځول شو، نومړی په ډیره بېړه او مهارت لامبو لامبو ځان د مسکو ساحل ته ورساوه، د کښتی سواریانو (ملت) دا پیښه په جدی توګه احساس نکړه او یا وړته د اعتنا وړ نه وه خو د مسکو د سمندری قواوو مرکز ددی پیښی په لیدو د کښتۍ د مسیر د انحراف د خطر احساس وکړ او د کښتۍ د انحراف اتهام ئی د ددی دوو کپتانانو نه یوه کپتان ته متوجه کړ متهم کاپتن د خپل ځان د خلاصون پخاطر د انحراف اتهام سر کاپټن ته متوجه او هغه ئی پداسی حال کی چه د لامبو امکان ئی تری سلب کړی ؤ د کابین د کړکۍ نه لاندی اوبو ته ور لاهو کړ او د کښتۍ رهبری ئی مستقیماً پخپل لاس کی واخیسته او ځینی جعلی اسناد ئی جوړ او په هغه کی ئی د کښتۍ د انحراف مسؤل خپل سرکاپټن معرفی او دا اسناد ئی د شوروی د سمندری قواوو قوماندانی ( کرملین) ته ور ولیږل، کرملین په مؤقتی توګه دا اسناد ومنل خو قلباً مطمئن ؤ چه اسناد جعلی دی، تلاښ ئی پیل کړ چه کوم بل مطمئن او ماهر کاپټن د کابین لپاره ومومی، د کښتۍ د مسیر انحراف ورځ په ورځ پر کرملین د وحشت او بېری سایه درنوله ، څو مجبور شو د جدی پر شپږمه د کښتۍ کاپتن اعدام او لمړنی کاپټن کابین ته راولی.( البته استعمار او امپریالیزم بریالی شو چه خپل پلان د خپل مزدور پواسطه عملی او د کښتۍ مسیر په عمدانه توګه مستقیماً د مسکو د ساحل پر لوری حرکت ته چمتو او هلته لنګر اچولو ته مجبور کړی ) چه دا عملیه د ددوهم کپتن د حضور محصول ؤ او دوهم کاپتن هم د ( مسکو ته د پردیو د لاس تربیه شوی د تخم محصول)حاضر یم چه پدی هکله په راتلونکی کی نور تو ضیحات وړاندی کړم ( البته که چا ته د منلو او اعتنا وړ وی) .
په هر حال یوه کمیډنه تراژیدی او تراتژیکه کمیډی وه چه د ددی هیواد تاریخ او خلکو په ویښو او روڼوسترګو ولیدل، څو دیرش کاله ئی بچی (مور) ته د سفر په هدف د دنیا پای، پورته او کښته، کیڼ خوا او چپ خوا ، مسکو، لندن، پیښاور، واشنکتن، پاریس، ریاض ( د نړۍ خطرناکه ترینه سیمه) دهلی، پکن او …..ته په سفر ولاړه خو دبده مرغه ټول بیرته خالی لاس او ستړو زړونو او احیاناً سرو منګولو ( د غم او ماتم په نیکروزو سرو) ( هیله ده خدای پاک ددی ټولو سرو منګلو تر ګناه تیر شی او په الهی محکمه کی فقط اربابان محاکمه او په سخته جزا محکوم کړی) د مور څیری لمنی او ساړه نغری ته مراجعه وکړه، او باید مراجعه وکړی، اوس چه ټولو د خپلو ایډه آلو درختو د میوو څخه د نا اُمیدی لاسونه را ټول کړیدی باید اطمنان پیدا کی چه همدا (مور) او همدا (نغری) زموږ د ټولو لپاره د نوی ژوند او نوو هیلو د تحقق مطمئنه مېنه ده و، پدی شرط چه موږ خپل ټولو اخلاقی، معنوی، فرهنګی، انسانی او ټولنیزو بهرنی او دننی قوانینو ته اساسی تغیر ورکړو، باور وکړی سخت کار ندی،
د (مور) حق هغی ته لمړی په درناوی او یوه لسیزه وروسته په خدمت (څلور لسیزی مو د هغی په و اندی سخته بی احترامی کړیده” البته ټولو بیله استثنا” او یوه لسیزه کار وکړو چه لمړی په خپل منځ او بیا د مور د احترام چل زده کړو)، هره مور او بیا زموږ او ستاسی مور ډیره مهربانه ده او تر اوسه ئی خپل هیڅ بچی ندی عاق کړی، د مور پر مهربانی به عقیده نوره هم هغه وخت زیاته شی چه تر (مور) یو مهړبانتره وجود په مهرپانانه سالمه عقیده ځانونه مجهز کړو، او په ضمن کی په عامیانه لهجه عرض کړم زموږ (مور) د هغو مږندو په وجود خوشحاله او خدمتګاری مطمئنه کیږی چه د هغی د فطری تاریخ او جغرافئې سره همخوانی او همنوائی ولری او زموږ بچیتوب هغه وخت د تصدیق وړ دی چه فطرت مو (مور) غوندی وی او ماندینه ( سیاسی او فرهنګی تګلیاره او ګوند) مو د پلار او د نیکه او سالم فطرت څښتنه وی ، چه په هغه صورت کی کولای شو چه هم د ( مور) لمن د وروستی ځل لپاره د نا محرمو اربابانو څخه په مهارت او عقلانی تدبیر او حوصله او اتحاد، د حرام تماس څخه وژغورو او هم طلائی کیلی ( کومه چه د مور په غاړه ځړیږی) په حکمت او عدالت استعمال او ځانونه د هغی کیلی رښتینی څښتنان و بولو او د تیرو اعمالو څخه په پوره برائت او قلبی توبه لاسونه سره ورکړو( نه ګوتی) او خپل تاریخی ( زمری) چه د موزیم په قفس کی اسیر دی میدان ته را وباسو او چیغه ووهو چه موږ نه یوازی د خپلی ( مور) بلکه د خپلی ( انا) ( د مځکی د سیاری) او ټول بشریت د حقوقو د تأمین غوښتونکو یو، او همدارنګه جرأت وکړو یو څو ورځی د ( ډالړ) د پلید نوټ سره نفسانی مبارزه وکړو چه خپله طالائی کیلی مو د هر څه کفایت کوی.
ما حقیر دا لیکنه پداسی حال کی تر سره کړه چه نه پر سر د قوم او ژبی د پیوند خولۍ لرم، نه پر اوږو د سمت او نژاد د تړاؤ شړۍ لرم او نه په پښو کی د ګوندی او سیاسی تړاؤ څپلۍ لرم، بناً هیله مند یم زما په لیکنه زما د( مور بچان) خفه نه شی، فقط خپل درد او احساس می په خالصانه توګه بیان کړ. مننه.